د دوه مياشتو په مهال په كوئټه ښار كښې د جرمونو شرح تر 70 فيصده كمه شوه٬ د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي

کوئټه۔ 28 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د صوبائي حكومت مؤثره تګلارې او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو نه ستړې كېدونكو هڅو له امله په كوئټه ښار كښې امنيتي وضعه كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې دې او د جرمونو په شرح كښې كمي ريكارډ كړې شوې ده۔ د سماجي ربابطې په سائټ اېكس د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره وزيراعلی …

کوئټه۔ 28 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د صوبائي حكومت مؤثره تګلارې او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو نه ستړې كېدونكو هڅو له امله په كوئټه ښار كښې امنيتي وضعه كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې دې او د جرمونو په شرح كښې كمي ريكارډ كړې شوې ده۔ د سماجي ربابطې په سائټ اېكس د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره وزيراعلی ووئيل چې د تېرو دوه مياشتو په مهال په كوئټه ښار كښې د جرمونو په شرح كښې تر 70 فيصده كمې شوې دې۔ او دا ددې خبرې ثبوت دے چې د حكومت لخوا ګامونه په سم لوري پورته كړې شوي دي۔ ده ووئيل د وګړو حفاظت باوري كولو له عصري ټېكنالوجۍ څخه استفاده كولې شي۔ د سېف سټي كوئټه منصوبې لاندې لګولې شوې 97 فېصد کېمرې بيا فعاله كړې شوي دي۔ ده ووئيل بلوچستان پوليس د ترهګرۍ او جرائم پېشه عناصرو په ضد د لومړي صف كردار ترسره كوي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې په صوبه كښې د تلپاتي امن په ځاې كولو پورې به د قانون نافذ كوونكو ادارو سرپرستي روانه ساتلې شي او وګړو له خوندي چاپېريال برابرولو له به ټول ممكنه وسائل كارولې شي۔