پېښور ۔ 28 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پخواني سېنېټر او د پاكستان مسلم ليګ نون مشر لارښود سيد ظفر علي شاه په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي سياسي وضعه ٬ جمهوري استحكام او د اولسي مسئلو حل كولو كښې د سياسي ګوندونو په مؤثر كردار تفصيلي خبرې …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سيد ظفر علي شاه ملاقات ٬ د صوبې په مجموعي سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه
پېښور ۔ 28 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پخواني سېنېټر او د پاكستان مسلم ليګ نون مشر لارښود سيد ظفر علي شاه په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي سياسي وضعه ٬ جمهوري استحكام او د اولسي مسئلو حل كولو كښې د سياسي ګوندونو په مؤثر كردار تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقعه دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وكړو چې په موجوده سياسي حالاتو كښې په سياسي ګوندونو زياته ذمه واري راځي چې هغه له ذاتي او جماعتي ګټو څخه پرته اولسي خېر ښېګړې ٬ قامي يووالي او جمهوري اقدارو ته وده وركولو له خپل مثبت كردار ترسره كړي۔ ده سياسي مكالمه او مشاورت د وخت مهم ضرورت وګرځولو۔ ګورنر ووئيل چې له سياسي استحكام پرته تلپاتے پرمختګ ممكن نه دے۔ ده زياته كړه چې ټولو سياسي قوتونو له به په ګډه د آئين او قانون سرلوړۍ له كار كول وي۔










