ګورنر فيصل كريم كنډي سره د امجد خان آفريدي ملاقات ٬ د صوبې په وضعه د خيالاتو څرګندونه

پېښور ۔ 28 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پخواني صوبائي وزير او د پاكستان پيپلز ګوند د اطلاعاتو صوبائي سېكرټري امجد خان آفريدي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د صوبې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو د ګوند په تنظيمو چارو هم خبرې وكړې۔ امجد خان آفریدی ګورنر په صوبه …

پېښور ۔ 28 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پخواني صوبائي وزير او د پاكستان پيپلز ګوند د اطلاعاتو صوبائي سېكرټري امجد خان آفريدي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د صوبې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو د ګوند په تنظيمو چارو هم خبرې وكړې۔ امجد خان آفریدی ګورنر په صوبه كښې د اولسي مسئلو او د ګوند د ميډيا سېل كردار په اړه خبر كړو۔ ګورنر ووئيل كارمندان بايد رابطه مهم او تنظيمي چارې لا فعاله كري دغسې چې په سباؤن كښی په صوبه كښی پيپلز ګوند په اسمبلۍ كښې فعاله كردار ترسره كړے شي۔