پېښور 26 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ايډهاك ليكچررز د ريګولرائزيشن په اړه بدلون بل په يوه خله منظور كړے ۔ د ګل په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډې په مهال د اعلٰېٰ تعليم صوبائي وزير مينا خان آفريدي تحريك وړاندې كړو د كوم چې ايوان ستائنه وكړه٬ د بدلون بل منظورۍ نه پس د صوبې په سركاري كالجونو كښې خدمات ترسره كوٶنكي د ايډهاك ليكچررز …
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ايډهاك ليكچررز د ريګولرائزيشن په اړه بدلون بل په يوه خله منظور كړو

مزید خبریں
پېښور 26 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ايډهاك ليكچررز د ريګولرائزيشن په اړه بدلون بل په يوه خله منظور كړے ۔ د ګل په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډې په مهال د اعلٰېٰ تعليم صوبائي وزير مينا خان آفريدي تحريك وړاندې كړو د كوم چې ايوان ستائنه وكړه٬ د بدلون بل منظورۍ نه پس د صوبې په سركاري كالجونو كښې خدمات ترسره كوٶنكي د ايډهاك ليكچررز د اوږدې مودې مسئلو حل ممكن شو٬ د ايډهاك ليكچررز د ريګولرائزيشن بدلون بل له مخې په مجموعي توګه 112 مېنز او 96 وېمنز ليكچررز ته مستقل حيثيت وركړے شوے، دې سره به په تدريسي عمله كښې اطمينان او استحكام راپيدا شي۔ د غونډې په مهال غړو په ايوان كښې د بل منظوري د اعلي تعليم څانګې لپاره مثبت پيشرفت ګرځولو سره ووئيل دې اقدام سره به نه يوازې د ليكچررز معاشي او وظيفائي تحفظ باوري شي بلكې په تعليمي ادارو كښې به تدريسي معيار ښه كولو كښې هم مرسته ترلاسه شي







