بلوچستان كښې د فټبال فعاليتونه ٬ د 63 لوبغاړو د نړيوال معيار تربيه پېل كړې شوه ٬ د بلوچستان وزيراغلې

كوئټه۔ 26 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان د لوبو مېدانونه يو ځل بيا آبادېږي او صوبه كښې د فټبال هلو ځلو كښې ښكاره زياتوالے راځي۔ په سماجي رابطه وېب پاڼه ايكس خپل پېغام كښې د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي صوبائي حكومت د لوبو ودې او د ځوان تېلنټ رامخې ته كولو لپاره په زړه پورې سرمايه كاري كوي دغسې چې د بلوجستان لوبغاړو ته په قامي …

كوئټه۔ 26 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان د لوبو مېدانونه يو ځل بيا آبادېږي او صوبه كښې د فټبال هلو ځلو كښې ښكاره زياتوالے راځي۔ په سماجي رابطه وېب پاڼه ايكس خپل پېغام كښې د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي صوبائي حكومت د لوبو ودې او د ځوان تېلنټ رامخې ته كولو لپاره په زړه پورې سرمايه كاري كوي دغسې چې د بلوجستان لوبغاړو ته په قامي او نړيواله كچه موقعې وركړې شي۔ د وزيراعلې تر مخه 63 د فټ بال ځوانانو لوبغاړو ته د نړيوال معيار تربيه وركول په رسمي توګه پېل كړې شوې چې پكښې 12 انجونې لوبغاړې هم شاملې دي۔ دې مقصد لپاره 6 كسيزه غېر ملكي كوچنګ ډله كوئټه ته رارسېدلې ده ۔ كومه به چې د جديد او پروفېشنل ټرېننګ سېشنز د لارې د لوبغاړو فني او پیشه وره صلاحيتونو كښې زياتوالے وكړي۔ مير سرفراز بګتي ووئېل د غېر ملكي كوچز په نګرانۍ كښې په كېدونكې د تربيې سېشنز خوش آئند دي او دې سره به د ځوانانو لوبغاړو حوصله ٬ باور او پیشه وره مهارت كښې ښكاره زياتوالے راشي ۔ هغه دا عزم ښكاره كړو چې صوبائي حكومت د فټبالرز نړيوالو تقاضو سره سمولو لپاره ټول ضروري وسائل وركوي۔ وزيراعلې ووئېل بلوجستان كښې د لوبو مېدانونه يو ځل بيا آبادېږي او حكومت ځوانان د ګټورو هلو ځلو پلو راغب كولو لپاره د لوبو څانګې ته خاص پام لرنه كوي۔