کوئټه 26 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي دا مهال وړومبۍ ترجيح د انساني ځانونو تحفظ او متاثره سيمو ته د مرستې سامان رسول دي۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل په دې نازك وخت كښې احتجاج او سړكونه بندول سياست نه دے بلكې انساني ژوندون په خطر كښې د اچولو مترادف دے٬ احتجاج او سړكونه بندول د مرستې د …
د صوبائي حکومت ټوله مشينري په ريسکيو اينډ ريليف هلو ځلو كښې بوخت ده۔ مير سرفراز بګټي
کوئټه 26 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي دا مهال وړومبۍ ترجيح د انساني ځانونو تحفظ او متاثره سيمو ته د مرستې سامان رسول دي۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل په دې نازك وخت كښې احتجاج او سړكونه بندول سياست نه دے بلكې انساني ژوندون په خطر كښې د اچولو مترادف دے٬ احتجاج او سړكونه بندول د مرستې د هلو ځلو سبوتاژ كولو په څېر دي۔ ده ووئيل سياست اختلاف به چلېږي خو خدائے د پاره دا وخت سياست مه كوې۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل د بلوچستان حکومت وړومبۍ ترجيح د انساني ژوندون تحفظ دے۔ ده ووئيل سياسي او سماجي قوتونه دې زېركتيا مظاهره وكړي او اولس لپاره د خنډانو جوړېدو په ځاے دې حكومت سره اودرېږي۔










