اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ډيره اسماعيل خان نوموړي سماجي و سياسي شخصيت او د پيپلز پارټي لارښود فضل الرحمان ملتاني په مشرۍ كښې پلاوي د هغه په كور كښې اسلام آباد كښې ليدلي دي۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې په ډيره اسماعيل خان كښې د ګوند په تنظيمي …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره فضل الرحمان ملتاني په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ډيره اسماعيل خان نوموړي سماجي و سياسي شخصيت او د پيپلز پارټي لارښود فضل الرحمان ملتاني په مشرۍ كښې پلاوي د هغه په كور كښې اسلام آباد كښې ليدلي دي۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې په ډيره اسماعيل خان كښې د ګوند په تنظيمي چارو،د ځائې لارښودو به کارکردګۍ او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات كښې د وفاقي محکمو په اړه د سهوليات وركولو په اړه د ګورنر فيصل کريم کنډي هڅو او عملي کردار ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې۔










