کوئټه ۔ 26 جنوري (اے پي پي) زیارت كښې د شدید واورې ورېدو له امله سېلګري ګېر شول ، د ایف سي بلوچستان (نارتھ) ریسکیو آپریشن روان دے ۔ تفصیلات تر مخه د بلوچستان ښكلي د سېل ښار زیارت كښې د سختې واورې ورېدو له امله ګڼ شمېر سېلګري په مختلف ځايونو ګير شوي دي ۔ د ایف سي بلوچستان (نارتھ) ریسکیو ډلې ځپلو سيمو ته رسېدلي او ګېر سبلګري …
کوئټه ۔ 26 جنوري (اے پي پي) زیارت كښې د شدید واورې ورېدو له امله سېلګري ګېر شول ، د ایف سي بلوچستان (نارتھ) ریسکیو آپریشن روان دے ۔ تفصیلات تر مخه د بلوچستان ښكلي د سېل ښار زیارت كښې د سختې واورې ورېدو له امله ګڼ شمېر سېلګري په مختلف ځايونو ګير شوي دي ۔ د ایف سي بلوچستان (نارتھ) ریسکیو ډلې ځپلو سيمو ته رسېدلي او ګېر سبلګري محفوظ ځايونو ته منتقل کوي ۔ په دې مهال سېلګرو ته سمدستي طبي مرسته وركولې شي او كوچنيانو او ناجوړه كسانو ته ضروري داروګان هم ورسوي ۔ د ایف سي بلوچستان (نارتھ) د اړخه د سړکونو د بحالۍ، د ګاړو راويستلو او د موسم شدت باوجود د مرستې هلې ځلې د كوم ځنډ نه غېر روانې دي ۔ سېلګرو ته اپیل کېږي چې هغوي د ضلعي انتظامیه او د امنيتي ادارو په هدایات عمل وكړي او د غیر ضروري سفر نه ډډه وكړي ۔ د ایف سي بلوچستان (نارتھ) اولس د ځان و مال تحفظ لپاره هر ممکن اقدامات روان دي ۔










