پېښور ۔ 26 جنوری (اے پی پی) ريسيكيو 1122 خيبر پښتونخوا له واورې څخه ځپلو شوو سيمو كښې د تيرو درېو ورځو په مهال د مرستې كارروايۍ روانې ساتلې دي ۔ د رېسكيو 1122خېبر پښتونخوا وياند احمد فېضي له مخې په ګرده صوبه كښې په واوره كښې نخښتې 3010 كسان په حفاظت سره راويستلے شول ۔ رېسکیو 1122 واورې څخه 942 ګاډي راويستلو سره ټرېفك بحال كړو۔ دغسې د سوونو …
ريسيكيو 1122 خيبر پښتونخوا له واورې څخه ځپلو شوو سيمو كښې د تيرو درېو ورځو په مهال د مرستې كارروايۍ روانې ساتلې
پېښور ۔ 26 جنوری (اے پی پی) ريسيكيو 1122 خيبر پښتونخوا له واورې څخه ځپلو شوو سيمو كښې د تيرو درېو ورځو په مهال د مرستې كارروايۍ روانې ساتلې دي ۔ د رېسكيو 1122خېبر پښتونخوا وياند احمد فېضي له مخې په ګرده صوبه كښې په واوره كښې نخښتې 3010 كسان په حفاظت سره راويستلے شول ۔ رېسکیو 1122 واورې څخه 942 ګاډي راويستلو سره ټرېفك بحال كړو۔ دغسې د سوونو په شمېر وګړو لپاره طبي مرسته برابر كړې شوه۔ 60 مهمې لارې د درنې مشينرۍ د لارې صفا كړې شوې۔ د خېبر ضلعې تيراه وادي او دې سره پېوستو سيمو كښې شپه او ورځ رېسكيو آپرېشن روان پاتي شو۔ په آپرېشن كښې 535 اهلکارو او 190ریسکیو ګاډو برخه واخسته۔ په ځپلو سيمو كښې 32 عارضي ریسکیو پوائنټس جوړ كړېے شول۔ ټول ریسکیو اسټېشنز چمتو دي٬ د مرستې هلې ځلې روانې دي۔ د رېسكيو وياند له مخې په خراب موسم كښې بايد سفر كولو څخه ډډه وكړې شي او په بېړني صورتحال كښې په 1122 رابطه وكړې شي










