د خيبر پښتونخوا ګورنر ډي آئي خان كښې د حاجي عنايت الله بلوچ زنداني کور ته لاړو، غمجني كورنۍ سره غمرازي

پېښور 26 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ډيره اسماعيل خان نوموړي سياسي و سماجي شخصيت چيئرمېن حاجي عنايت الله بلوچ زنداني په مړينه لاس نيوې له د هغه كور ته لاړو۔د پېښور ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې فيصل کريم کنډي د ارواښاد زوي او كورنۍ نورو كسانو سره د غم دړد څرګندوني سره ووئيل د حاجي عنايت الله په …

پېښور 26 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ډيره اسماعيل خان نوموړي سياسي و سماجي شخصيت چيئرمېن حاجي عنايت الله بلوچ زنداني په مړينه لاس نيوې له د هغه كور ته لاړو۔د پېښور ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې فيصل کريم کنډي د ارواښاد زوي او كورنۍ نورو كسانو سره د غم دړد څرګندوني سره ووئيل د حاجي عنايت الله په مړينه چې كومه خلا راپيدا شوې هغه به پوره نشي۔ده ووئيل ارواښاد يو مخلص ، شفيق او انسانيت دوست مزاج لرونكے ؤ ، هغه د پيپلز پارټي سره مثالي تړون لرلو۔ده دعا اوكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔