پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د بےنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټري روبینه خالد سره د پاکستان پیپلز ګوند سیکرټري جنرل محمد همایوں خان ملاقات کړې، ملاقات كښې د هېواد او په صوبائی سیاسی صورتحال، د ګوند په چارو او تنظیمی معاملات د خيالاتو څرګندونه شوي۔ ملاقات كښې د ميرمنو ونګ لا منظم او متحرك كولو په اړه په تګلاره غور شوې۔ سیکرټری جنرل محمد همایوں خان د بےنظیر …
سینیټري روبينه خالد سره د د پاکستان پیپلز ګوند سیکرټری محمد همایوں خان وليدل،د ګوند په چارو او تنظیمی معاملاتو د خيالاتو څرګندونه
پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د بےنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټري روبینه خالد سره د پاکستان پیپلز ګوند سیکرټري جنرل محمد همایوں خان ملاقات کړې، ملاقات كښې د هېواد او په صوبائی سیاسی صورتحال، د ګوند په چارو او تنظیمی معاملات د خيالاتو څرګندونه شوي۔ ملاقات كښې د ميرمنو ونګ لا منظم او متحرك كولو په اړه په تګلاره غور شوې۔ سیکرټری جنرل محمد همایوں خان د بےنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټري روبینه خالد ښه کارکردګي او اولسي ښېګړے لپاره د هغې خدمات وستائل۔ده ووئيل بے نظیر انکم سپورټ پروګرام د غریب او مستحق طبقو لپاره مؤثر او انقلابی منصوبه ده۔په دې موقع د صوبائی اسمبلۍ غړې اشبر جدون، د ګوند لارښود قاضی مسرت او شهناز شمشیر هم موجود وو۔










