پېښور 24 جنوري (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند خېبرپښتونخوا سيكرټري جنرل محمد همايوں خان ډيره اسماعيل خان كښې د شوې ځانمرګي چاؤدني غندنه كړې ده۔په خپل پيغام كښې محمد همايوں خان په دې بريد كښې د بے ګناه وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل د بے ګناه وګړو په نښه كول د انسانيت …
د پاكستان پيپلز ګوند خېبر پښتونخوا سيكرټري جنرل محمد همايوں خان د ډيره اسماعيل خان ځانمرګي بريد غندنه وكړه
پېښور 24 جنوري (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند خېبرپښتونخوا سيكرټري جنرل محمد همايوں خان ډيره اسماعيل خان كښې د شوې ځانمرګي چاؤدني غندنه كړې ده۔په خپل پيغام كښې محمد همايوں خان په دې بريد كښې د بے ګناه وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل د بے ګناه وګړو په نښه كول د انسانيت په ضد لوئ جرم دے،دې ډول پېښو سره د قوم حوصلے كمزوري كيدے نشي،ده د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره دعا اوكړه۔










