د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په پيښور ميډيكل كمپليكس كښې د تيراه پيښې ځپليو تپوس پوښتنه وكړه

پېښور ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي تېره شپه د پېښور ميډيكل كمپلېكس دوره وكړه۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې هغه په تېراه نه د كډه كوونكو كورنيو ګاډي ته د ورمخې ته شوې پېښې په نتيجه كښی د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه وكړه۔ وزیراعلیٰ په پېښه كښې د ژوبل پلار او زوي تپوس پوښتنه او د هغوي زر روغتيا له …

پېښور ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي تېره شپه د پېښور ميډيكل كمپلېكس دوره وكړه۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې هغه په تېراه نه د كډه كوونكو كورنيو ګاډي ته د ورمخې ته شوې پېښې په نتيجه كښی د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه وكړه۔ وزیراعلیٰ په پېښه كښې د ژوبل پلار او زوي تپوس پوښتنه او د هغوي زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعلیٰ د روغتون انتظاميې ته ژوبل شوو له د غوره طبي مرستې باوري كولو هدايت وكړو۔ وزيراعلی په پېښه كښې د كوچنيانو په حق رسېدو غمجنې كورنۍ سره غمرازي او هغوي له د صبر او زغم دعا وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې تېره ورځ تېراه څخه د كډه كونكې كورنۍ يو ګاډے ژورې كندې ته د غورځېدو پېښې په نتيجه كښې دوه كوچنيان مړه او د مور پلار پشمول درې كسان ژوبل شوي وو۔

مزید خبریں