د تيراه ځپلې دې د موسمي صورتحال له امله تر دوو ورځو كډه نه كوي٬ د خېبر ضلعي انتظاميه

پیښور ۔22 جنوري (اے پي پي) د خېبر ضلعي انتظاميه د اړخه د تيراه ځپلو ته وئېلې شوي دي چې هغوي د موسمي صورتحال له امله تر دوو ورځو د كډې كولو نه ډډه وكړي ۔ د ضلعي انتظاميه د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي دي د تيراه نه كډه كوونكو ته مهمه اطلاع وركړې كېږي چې نن د زيارت په ورځ په 22 جنوري او په 23 جنوري …

پیښور ۔22 جنوري (اے پي پي) د خېبر ضلعي انتظاميه د اړخه د تيراه ځپلو ته وئېلې شوي دي چې هغوي د موسمي صورتحال له امله تر دوو ورځو د كډې كولو نه ډډه وكړي ۔ د ضلعي انتظاميه د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي دي د تيراه نه كډه كوونكو ته مهمه اطلاع وركړې كېږي چې نن د زيارت په ورځ په 22 جنوري او په 23 جنوري د موسمي صورتحال يعني باران له امله د كډې او مزل نه ډډه وكړئ۔ څنګه چې موسمي صورتحال ښه شي نو د معمول له مخې به د تيراه وادۍ نه وتل بيا پېل كېږي ۔ دغسې د كډې كولو پ اړه ايډېشنل ډپټي كمشنر (ريليف)ارشاد علي يو ويډيو پېغام كښې ووئېل پرون د شبې هم د آئې ډي پي ګاډے د افسوسناكې پیښې سره مخ شوے جې پكښې دوه كوچنيان په حق رسېدلي او درې ژوبل شوي دي۔ نن هم د موسم له امله د پیښو اطلاع تر لاسه كېږې ځكه دې د تيراه وادۍ خلق د موسمي صورتحال تر ښه كېدو كډه نه كوي۔

مزید خبریں