کوئټه 21 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د ملګرو ملتونو د ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ په مشرۍ كښې د ادارې د لوړې كچې پلاوي ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، په صوبه كښې د بشري پرمختګ، اولسي ګټې، بشري حقونو، د افغان كډوالو په معاملو٬ موسمياتي بدلون او په پرمختيائي مرسته تفصيلي خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د …
د وزيراعليٰ بلوچستان سره د ملګرو ملتونو د ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحيي په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

مزید خبریں
کوئټه 21 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د ملګرو ملتونو د ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ په مشرۍ كښې د ادارې د لوړې كچې پلاوي ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، په صوبه كښې د بشري پرمختګ، اولسي ګټې، بشري حقونو، د افغان كډوالو په معاملو٬ موسمياتي بدلون او په پرمختيائي مرسته تفصيلي خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د ملګرو ملتونو پلاوي په بلوچستان كښې د كم عمرۍ واده مخ نيوي په اړه قانون سازي، يوتھ اسکلز ډويلپمنټ پروګرام، ويمن انډومنټ فنډ جوړول او د بشري حقونو او مفادِ عامه په اړه د اصلاحاتي اقدامات ستائنې كولو سره د بلوچستان حكومت ته په كاميابه قانون سازۍ مباركي وركړه۔









