پېښور 21 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ بره دير لارښود او قامي اسمبلۍ غړي شاكر نجم الدين خان د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ليدلي دي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ملاقات كښې د صوبې او په خاص توګه بره دير كښې د ګوند په تنظيمي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل پيپلز پارټي …
د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د بره دير د پي پي پي لارښود شاكر نجم الدين خان وليدل،د ګوند په تنظيمي چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېښور 21 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ بره دير لارښود او قامي اسمبلۍ غړي شاكر نجم الدين خان د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ليدلي دي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ملاقات كښې د صوبې او په خاص توګه بره دير كښې د ګوند په تنظيمي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل پيپلز پارټي په هر پليټ فارم اولسي مسئلې رامخې ته كړي۔ده ووئيل صوبائي حكومت څخه د صوبې اولس خفه دے،داسې حالاتو كښې د پيپلز پاړټي د لارښودو ذمه واري ده چې اولسي رابطه مهم فعاله اوساتي۔راتلونكو ټاكنو كښې اولسي مينډيټ ترلاسه كړي دغسې چې د صوبې مسئلې په ايوان كښې حل كولو له د اكثريت په بنياد ښه خذمات وكړي۔










