پېښور ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د خېبر پښتونخوا بار كونسل غړي سردار حشمت نواز خان سدوزئي اېډووكېټ په مشرۍ كښې د وكيلانو پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په پلاوي كښې د پيپلز ګوند ضلعي جنرل سېكرټري ملك عابد اعوان اېډووكېټ ٬ د درابن بار كونسل صدر ګل رحمان خان اېډووكېټ ٬ …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سردار حشمت نواز خان په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د خېبر پښتونخوا بار كونسل غړي سردار حشمت نواز خان سدوزئي اېډووكېټ په مشرۍ كښې د وكيلانو پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په پلاوي كښې د پيپلز ګوند ضلعي جنرل سېكرټري ملك عابد اعوان اېډووكېټ ٬ د درابن بار كونسل صدر ګل رحمان خان اېډووكېټ ٬ د كلاچي بار اېسوسي اېشن صدر ياس رخان ګنډه پور او د پيپلز لائرز فورم ډويژن جنرل سېكرټري سردار حزب اے خان ګڼده پور شامل و۔ د ملاقات په مهال ګورنر جمهوريت لپاره د وكيلانو ورورولۍ د هڅو او ستړو ستائنه وكړه۔ ګورنر ووئيل وكيلانو په هر يو سخت وخت كښې د جمهوري اقدارو تحفظ له قربانۍ وركړې دي كومې چې د هېرولو نه دي۔ ګورنر فېصل كريم كنډي پروا، پهاړ پور او ټانک بار اېسوسی اېشنز لپاره د ګرانټس په برابرولو كښې د مرستې باور وركولو سره ووئيل چې وكيلانو ته د پېښو مسئلو حل له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ په ملاقات كښې د ګوند په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع پلاوي ډېرہ اسماعیل خان، درابن او کلاچی بار اېسوسی اېشنز لپاره د فنډز په برابرولو د ګورنر مننه وكړه او هيله يۍ ولرله چې د وكيلانو ورورولۍ خېر ښیګړې منصوبو به كښې حكومتي مرسته په سباؤن كښې هم دغسې دوامداره وي۔








