کوئټه۔ 20 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي او د رېلوېز وفاقي وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې د بلوچستان حكومت او پاكستان رېلوېز ترمينځه د ګډې غونډه د نهې په ورځ په چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه۔ په غونډه كښې بلوچستان كښې د پیپلز ټرېن سروس په شمول د شريكو پرمختيائي منصوبو په پېل اتفاق وكړے شو۔ وفاقی وزیر حنیف عباسی په دې موقع ووئيل …
د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي او د ريلويز وفاقي وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې غونډه، د پيپلز ټرين سروس پشمول د شريكو پرمختيائي منصوبو په پيل كولو اتفاق

مزید خبریں
کوئټه۔ 20 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي او د رېلوېز وفاقي وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې د بلوچستان حكومت او پاكستان رېلوېز ترمينځه د ګډې غونډه د نهې په ورځ په چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه۔ په غونډه كښې بلوچستان كښې د پیپلز ټرېن سروس په شمول د شريكو پرمختيائي منصوبو په پېل اتفاق وكړے شو۔ وفاقی وزیر حنیف عباسی په دې موقع ووئيل د پاکستان رېلوېز په 78 كلنه تاريخ كښې په اولني ځل په صوبائی كچه د ډیولوشن تاریخی پرېكړه وكړې شوه۔ ده ووئيل د ځائي رېلوے سروسز منصوبو كښې درېو واړو صوبو خوښي ښكاره كړه بياهم عملي مشري بلوچستان په غاړه واخسته كومه چې د بلوچستان د وزيراعلی د فعاله مشرتابه او ښكاره وژن ثبوت دے۔ ده ووئيل د وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې په بلوچستان كښې رېلوېز محكمه د عصري ، فعاله او تلپاتې تګلارې لاندې مخ په وړاندې روانه ده ۔ وفاقي وزیر پیپلز ټرېن سروس د پاکستان رېلوېز او د بلوچستان د اشتراك حسين امتزاج ګرځولو سره ووئيل دا منصوبه به اولس ته د ارزان ٬ محفوظ او معياري سفري آسانيو رسولو كښې سنګ ميل ثابت شي۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعلی میر سرفراز بګټي ووئيل د بلوچستان حكومت په پیپلز ټرېن سروس منصوبه تندۍ سره عملي پېشرفت كښې خوښي لري۔ ده په ډاګه كړه چې د نوې رېلوے اسټېشنز جوړولو او د موجوده انفراسټركچر اپ ګرېډېشن لپاره به د بلوچستان حكومت اړيكې وسائل برابر كري۔ ده ووئيل منصوبې لپاره يو ارب څلوېښت كروړه روپۍ د روانې اونۍ په مهال جاري كولې شي دغسې چې په منصوبه زر تر زره كار پېل كړې شي۔ وزیراعلیٰ او وفاقی وزیر د رېلوېز فټ بال ګراؤنډ دوره هم وكړه چرته چې لوبو ته په ودې وركولو او د پاكستان رېلوے په زمكه د شريكې پرمختييائي منصوبې په پیل كولو اتفاق وكړے شو۔









