د مسنګ پرسنز مسئله مو تل لپاره ختمه كړه ٬ مؤثره قانون سازۍ سره به په رياست د جبري بې دركۍ لګيدلي تورونه او پروپيګنډه ختمه شي: د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي

کوئټه۔ 20 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزير اعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د مسنګ پرسنز مسئله له اوږدې مودې راهيسې د ریاستِ پاکستان خلاف د يوې منظمې پروپېګنډې په توګه وكارولې شوه٬ په صوبه كښې ځينې عناصرو او جماعتونو په دې حساسه معامله سياست وكړو خو ددې مسئلې مستقل او قانوني حل لپاره كومه جدي هڅه ونكړې شوه۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په …

کوئټه۔ 20 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزير اعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د مسنګ پرسنز مسئله له اوږدې مودې راهيسې د ریاستِ پاکستان خلاف د يوې منظمې پروپېګنډې په توګه وكارولې شوه٬ په صوبه كښې ځينې عناصرو او جماعتونو په دې حساسه معامله سياست وكړو خو ددې مسئلې مستقل او قانوني حل لپاره كومه جدي هڅه ونكړې شوه۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په جيف منسټر سېكرټرېټ كوئټه كښې د صوبائي كابينې 22 مې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د صوبې انتظامي ٬ قانوني ٬ سماجي ٬ تعليمي او پرمختيائي چارو سره اړوندې يو شمېر مهمې پرېكړې وكړې شوې او يو شمېر قوانينو او رولز منظوري وركړې شوه۔ ده ووئيل د مسنګ پرسنز مسئله مو تل لپاره ختمه كړه ٬ مؤثره قانون سازۍ سره به په رياست د جبري بې دركه كولو لګيدلي تورونه او پروپيګنډه ختمه شي۔ ده ووئيل فرورۍ له اولنۍ نېټې څخه به د مسنګ پرسنز مسئله ختمه شي او په دې لړ كښې به يو ليګل فرېم ورك موجود وي۔ كه كوم تن د ترهګر تنظيمونو په لاس دركه كيږي نو پخپله پټيږي نو ددې ذمه واري به په رياست نه وي۔ ده ووئيل د بې دركۍ ادعاګنو كره كتنې له عدالتونه او اړوند كمېشن موجود دے خو د بده مرغه په بلوچستان كښې د خود ساخته بې دركۍ تاثر قائمولو سره په سمدستي توګه د رياست په ضد پروپېګنډه پېل كولې شي۔ ددې رجحان مخنيوي لپاره بلوچستان پریوینشن آف ډیټېنشن اېنډ ریډیکلائزېشن اېکټ (ډبل ون ټېټرا ای) منظوركړے شوے دے او صوبائي كابينې ددې د رولز 2025 هم منظوري وركړې ده۔ په غونډه كښې د خزانې په محكمه كښې د آن لائن ټېسټ دلارې په مېرټ د بھرتيانو په عمل د اطمينان څرګندونه وكړې شوه او په نوزرو محكمو كښې هم دمه په دمه په ډیجیټلائزډ بھرتيانو اتفاق وكړے شو۔ صوبائی کابینې د مذهبي چارو محكمې ختمولو او ددې د ملازمينو په نورو محكمو كښې د اېډچسټ كولو منظوري هم وركړه۔ وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی د صوبائي كابينې ټولې پرېكړې د ګډ ګورننس عملي مثال ګرځولو سره ووئيل چې د مؤثره قانون سازۍ او په وخت عملدرآمد د لارې په رياست باور بحالېدے شي

مزید خبریں