اسلام آباد ۔ 29 جون (اے پی پی) توان سره د اړوندې كابينه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې اوشوه۔ غونډې هېواد كښې د انرژۍ سېكټر په روانو منصوبو د پشرفت جاج واخستے شو۔ غونډه كښې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف ٬ د پټېروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي ٬ د وزير سېكتر …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ د توان كابينه كمېټۍ غونډه۔ د انرژۍ سېكټر په روانو منصوبو د پشرفت جاج واخستې شو۔

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 29 جون (اے پی پی) توان سره د اړوندې كابينه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې اوشوه۔ غونډې هېواد كښې د انرژۍ سېكټر په روانو منصوبو د پشرفت جاج واخستے شو۔ غونډه كښې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف ٬ د پټېروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي ٬ د وزير سېكتر او د اړوند وزارتونو نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د اوبو او برېښنا سېكتر غونډې ته هېواد كښې د انرژۍ روانو پروژو په اړه ووئيل او سباؤن كښې ئې د برېښنا پېداوار په اړه بشپړه بريفېنګ وركړو۔ د پېټروليم او قدرتي وسيلو سېكتر د قدرتي ګاز او تېلو رسنې په اړه يوه جائزه وړاندې كړې۔ د اوبو او برېښنا سېكتر وروستو غونډه هېواد كښې د اوبو اوبرېښنا موجوده پېداوار نه خبر كړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم نواز شريف په امر د روژې مباركې مياشت په مهال اولس ته زياتې اساني وركړې شوې او د روژه ماتي او پېشمنې په وخت د برېښنا رسنه باوري كړې شوې۔ وفاقی وزیر اسحاق ډار ووئيل وزيراعظم غواړي چې هېواد كښې په روانو پروژو كار تند كړے شي۔ ده د اوبو او برېښنا وزارت ته امر وكړو چې د تګلارې ترمخه د پروژو په وخت بشپړېدل باوري كړئ۔










