كوئټه۔ 17 جنوري(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي په مكران كوسټل هائي وے د اماړه سره نزدې په رامخې ته شوې د بس پېښې په اړه د سنده وزيراعلې سيد مراد علې شاه سره ټېلې فوني تماس ونيولو ۔ د رابطې په مهال په پیښه كښې د ژوبل شوو مسافرو په حالت٬ په روانو درملنو او د سمدستي طبي مرستې په اړه تفصيلي خبرې وكړې شوې۔ د وزيراعلې …
په مكرران كوسټل هائي وے د بس پیښه٬ د بلوچستان وزيراعلې د ژوبل شوو سمدستي د كراچۍ روغتون ته د منتقل كولو امر

مزید خبریں
كوئټه۔ 17 جنوري(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي په مكران كوسټل هائي وے د اماړه سره نزدې په رامخې ته شوې د بس پېښې په اړه د سنده وزيراعلې سيد مراد علې شاه سره ټېلې فوني تماس ونيولو ۔ د رابطې په مهال په پیښه كښې د ژوبل شوو مسافرو په حالت٬ په روانو درملنو او د سمدستي طبي مرستې په اړه تفصيلي خبرې وكړې شوې۔ د وزيراعلې سېكرټريټ اعلاميه تر مخه د بلوچستان وزيراعلې د انسانانو ځانونه د هر څه نه وړومبے ګرځولو سره امر وكړو چې په پیښه كښې سخت ژوبل سمدستي د كراچۍ شخصي روغتون ته منتقل كړئ او دا عمل په سمدستي بنيادونو روان دے ٬ دغسې چې ژوبل شوو ته څومره زر كېدې طبي سهوليت وركرے شي۔ وزيراعلې مير سرفراز بګټي ډپټي كشمنر ګوادر او و اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې ژوبل شوي زر منتقل كړئ او كومه بې غوري ونه كړې شي او ټول اقدامات په وخت مكمل كړئ۔ د ګوادر ډپټي كشمنر نقيب خان تر مخه د ژوبل شوو ټژلو تعلق د سنده صوبې څخه دے ۔ وزيراعلې په مكران كوسټل هائي وے په رامخې ته شوې پیښه د زيات درډ او غم څرګندونې سره د قيمتي ځانونو په زيان غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شوو زر روغتيا ږپاره يې دعا وكړه۔










