پېښور 17 جنوري (اے پي پي)د سوات مټه تحصیل په اویشه سيمه كښې په ډيران كښې د ګرنیډ چاؤدلو له امله يو 7 كلن ماشوم عبدالهادي په حق ورسيد او په دې مهال يوه 8 كلنه ماشومه مدیحه ژوبل شوې ده۔ پولیس وياند له مخې ګرنیډ په ډيران كښې پروت ؤ ، دواړو ماشومانو هلته لوبې كولې چې په دې مهال ګرنیډ وچاؤدلو او په نتيجه كښې يې 7 كلن …
سوات، ډيران كښې د ګرنیډ چاؤدلو له امله 7 كلنه ماشوم مړ،يوه ژوبل

مزید خبریں
پېښور 17 جنوري (اے پي پي)د سوات مټه تحصیل په اویشه سيمه كښې په ډيران كښې د ګرنیډ چاؤدلو له امله يو 7 كلن ماشوم عبدالهادي په حق ورسيد او په دې مهال يوه 8 كلنه ماشومه مدیحه ژوبل شوې ده۔ پولیس وياند له مخې ګرنیډ په ډيران كښې پروت ؤ ، دواړو ماشومانو هلته لوبې كولې چې په دې مهال ګرنیډ وچاؤدلو او په نتيجه كښې يې 7 كلن عبدالهادي په حق ورسيد او 8 كلنه ماشومه مدیحه ژوبل شوه ،دواړه ماشومان تحصیل هيډ کوارټر روغتون مټه ته رسولې شوي٬پولیس او ریسکیو ډلي د پېښې ځائے ته رسيدلي،سيمه كښې ګڼ شمير پولیس تعینات شوي دغسې د پېښي په اړه پلټني رواني دي۔










