اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د سندھ حکومت د هرې څانګې ښه والي لپاره په زړه پورې ډول كار كوي٬ د صحت په څانګه كښې بهترۍ ته خاص پام ګرځولے شوے٬ ګرده صوبه كښې د صحت نظام مضبوطولو لپاره اقدامات شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د سندھ حكومت …
د سندھ حکومت د هرې څانګې ښه والي لپاره په زړه پورې كار كوي٬ د صحت په څانګه كښې بهترۍ ته خاص پام ګرځولے شوے۔ بلاول بھټو زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د سندھ حکومت د هرې څانګې ښه والي لپاره په زړه پورې ډول كار كوي٬ د صحت په څانګه كښې بهترۍ ته خاص پام ګرځولے شوے٬ ګرده صوبه كښې د صحت نظام مضبوطولو لپاره اقدامات شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د سندھ حكومت کارکردګۍ او په راتلونكې لائحه تابيا كړې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ بلاول بھټو زرداري د سندھ حکومت په کارکردګۍ رڼا اچولولو سره د صحت، تعليم، د غربت خاتمې ، انفراسټرکچر، صنعت، زراعت او په آمدن كښې د اضافې په څانګه كښې په ځانګړي پېشرفت رِڼا واچوله۔ ده د هېواد مالي مسئلو حل لپاره د سيلز ټيکس وصولي صوبو ته د سپارلو تجويز هم وركړو۔ په دستوره كښې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني، د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه، د خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان ګورنرز، د سندھ د اطلاغات وزير شرجيل انعام ميمن او پخواني سپيكر راجه پرويز اشرف سره سره د سندھ كابينې غړو، پارلماني غړو، پاکستان كښې غېر ملكي سفيرانو، د ملګرو ملتونو د ادارو نمائندګانو، د ګرد هېواد د چيمبر آف کامرس اينډسټريز عهديدارو او د خبريالانو پشمول د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو شخصيات ګډون وكړو










