ډیرہ اسماعیل خان۔ 15 جنوري (اے پي پي) د شپې ناوخته نامعلومه وسله والو ترهه ګرو په کھتي پولیس پوسته بريد وكړو د كوم چې پولیس په زړه پوري ځواب وركړو ، د دواړو خوا سختې ډزې وشوې ، پولیس د ترهه ګرو بريد تمبولو سره په ځوابي وار كښې 2 خوارج ووژل ۔ تفصیلات تر مخه نامعلومه ترهه ګرو د شپې نا وخته په کھتي پولیس چیک پوسټ ناڅاپي …
ډیرہ اسماعیل خان ،د شپې نا وخته د نامعلومه وسله والو ترهه ګرو په کھتي پولیس پوسته بريد

مزید خبریں
ډیرہ اسماعیل خان۔ 15 جنوري (اے پي پي) د شپې ناوخته نامعلومه وسله والو ترهه ګرو په کھتي پولیس پوسته بريد وكړو د كوم چې پولیس په زړه پوري ځواب وركړو ، د دواړو خوا سختې ډزې وشوې ، پولیس د ترهه ګرو بريد تمبولو سره په ځوابي وار كښې 2 خوارج ووژل ۔ تفصیلات تر مخه نامعلومه ترهه ګرو د شپې نا وخته په کھتي پولیس چیک پوسټ ناڅاپي بريد وكړو د كوم چې سمدستي د ډي پي او ډیرہ سجاد احمد صاحبزادہ په مشرۍ كښې پولیس ترهه ګرو له په زړه پورې ځواب وركړو ٬ د دواړو خوا سختې ډزې وشوې ، د ډزو په مهال 2 خوارج ووژل شول او يو پولیس اهلکار معمولي ژوبل شو۔ د پیښې نه پس ډي پي او ډیرہ سجاد احمد صاحبزادہ ، ایس پي صدر، ډي ایس پي سټي حافظ محمد عدنان ،ډي ایس پي سببرب پشمول نور افسران د نفرۍ سره روغتون ته ورسېدل ، هغوي د ژوبل شوي اهلکار عیادت وكړو ، په دې مهال ډي پي او ډیرہ سجاد احمد صاحبزادہ ووئېل د پولیس ځوانانو په مړانه او نره د ترهه ګرو بزدلانه بريد وتمبولو ، د پولیس حوصله لوړه ده ، ګورنر خیبرپښتونخوا فیصل کریم کنډي د ډیرہ اسماعیل خان په کھتي چیک پوسټ د خوارج بريد په ناکامه كولو د ډیرہ اسماعیل خان پولیس ته پرزوئنې وړاندې كړې ، خپل بیان كښې ګورنر ووئېل په کھتي چیک پوسټ تعینات عملې په مړانه ښودلو زمونږ زړونه وګټل










