ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سماجي كاركن اختر حسين خليل ملاقات ٬ د سماجي او فلاحي كارونو په اړه يۍ ګورنر خبر كړو

پېښور ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پېښور نوموري سماجي كاركن اختر حسېن خليل په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات و كړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور د وياند له مخې د ملاقات په مهال اختر حسېن خليل په پېښور كښې د روانو بېلو سماجي او فلاحي فعاليتونو او د اولسي خېر ښېګړې منصوبو او پېښو مسئلو په اړه ګورنر ته بشپړ …

پېښور ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پېښور نوموري سماجي كاركن اختر حسېن خليل په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات و كړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور د وياند له مخې د ملاقات په مهال اختر حسېن خليل په پېښور كښې د روانو بېلو سماجي او فلاحي فعاليتونو او د اولسي خېر ښېګړې منصوبو او پېښو مسئلو په اړه ګورنر ته بشپړ بريفنګ وركړو۔ ګورنر په سماجي څانګه كښې د اختر حسېن خليل د خذماتو ستائنه كولو سره ووئيل د ټولنې خېر ښېګړې له د سماجي كارمندانو كردار زيات اهم دے۔ ده وويل حكومت به د اولسي خېر ښېګړې په اقداماتو كښې سماجي كارمندانو سره مرسته دوامداره ساتي۔

مزید خبریں