پیښور ۔ 13 جنوری (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د نهې په ورځ د آرمي پبلک اسکول پیښور پیښه كښې د ژوبل شوو طلبه يو پلاوي ملاقات كړے ۔ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه د پلاوي مشري محمد عثمان کوله ۔ملاقات کښې ګورنر د آرمي پبلک اسکول پیښور پیښه يوه نه هېرېدونكې او زړه ورانونكې پیښه ګړځولو سره ووئېل ټول قام نن هم د …
ګورنر فیصل کریم کنډي سره د آرمي پبلک سکول پیښور پیښې د ژوبل شوو زده كوونكو ملاقات

مزید خبریں
پیښور ۔ 13 جنوری (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د نهې په ورځ د آرمي پبلک اسکول پیښور پیښه كښې د ژوبل شوو طلبه يو پلاوي ملاقات كړے ۔ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه د پلاوي مشري محمد عثمان کوله ۔ملاقات کښې ګورنر د آرمي پبلک اسکول پیښور پیښه يوه نه هېرېدونكې او زړه ورانونكې پیښه ګړځولو سره ووئېل ټول قام نن هم د دې پیښې شهداء او د ژوبل شوو قربانیو ته سلام كوي ۔ګورنر فیصل کریم کنډي په پیښه كښې د ژوبل شوو ځوانانو مړانې ، حوصلې ته د مشکل حالاتو په جرات مندۍ مقابله كولو پېرزوئنې وړاندې كرې ۔ ده ووئېل دا ځوانان د قام وياړ دے او د دوي قربانۍ به عمر له یاد ساتلې شي ۔ پلاوي د ملاقات په مهال د خپلو پیښو مسائل څخه ګورنر خبر كړو ۔ ګورنر د پلاوي خبرې په غور واورېدې او د مسائلو حل كښې يې د مکمل مرستې او د هر ممکن معاونت باور وركړو ۔ ده ووئېل حکومت د ژوبل شوو طلبه کی خېر ښیګړې او د مسائلو حل لپاره سنجیدہ اقدامات كوي ۔










