پېښور ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې په سيف سټيز منصوبه د پيشرفت په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د منصوبې په بېلو اړخونو بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډه كښې وزيراعلی د سېف سټيز په منصوبه د كار تندولو٬ د ټاكلي ټائم لائنز له مخې د دې د ترسره كولو او په دې اړه د عمل …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې په سيف سټيز منصوبه د پيشرفت په اړه غونډه

مزید خبریں
پېښور ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې په سيف سټيز منصوبه د پيشرفت په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د منصوبې په بېلو اړخونو بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډه كښې وزيراعلی د سېف سټيز په منصوبه د كار تندولو٬ د ټاكلي ټائم لائنز له مخې د دې د ترسره كولو او په دې اړه د عمل وړ نورو تجويزونو وړاندې كولو هدايت وكړو۔ وزیر اعلیٰ په ضم شوو ضلعو كښې سېف سټيز منصوبې لپاره 24 ساعته د انرجي رسنه باوري كولو په حاجت زور راوړو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول پشاور سېف سټي منصوبه به تر 31 جنوری 2026 بشپړه كړې شي۔ د دې منصوبې لاندې په ډي آئي خان كښې به په 88، بنو كښې په 76 او لکی مروت كښې به په 47 ځايونو نوې كېمرې لګولې شي۔ دغسې کرک، ټانک او شمالی وزیرستان كښې سېف سټيز منصوبې لپاره پي سي ون جوړ كړے شوي۔ په ټانك كښې به په 45، کرک په 40 او شمالي وزيرستان كښې په 37 ځايونو كېمرې لګولې شي۔ په پېښور كښې د منصوبې لاندې په 133 ځايونو كښې په مجموعي توګه 711 كېمرې لګولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د ضم شوو ضلعو سېف سټيز جوړولو له سروے بشپړه كړې شوې ۔ په دې موقع وزيراعلی ووئيل امن په ځاے كول او د اولس د ځان او مال تحفظ د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده۔ ده ووئيل سېف سټيز منصوبه د امن په ځاے كولو او د اولس ځان او مال خوندي كولو پلو يو مهم ګام دے۔ ده زياته كړه چې سېف سټي نظام سره به د پوليس او نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو په استعداد كښې ښكاره ښه والے رامخې ته شي۔










