کوئټه۔ 12 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې اولس سره د كړي لوظ له مخې د صوبې په تاريخ كښې په لومړي ځل په 111 سركاري آسامو سو فیصد په ميرمټ او پيپر ليس بنياد آن لائن بھرتيانې پيل كولې شي٬ دا اقدام كرپشن ختمولو او اداره جاتي اصلاحات پلو يو تاريخي ګام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ …
د صوبې په تاريخ كښې په لومړي ځل په سركاري آسامو سو فیصد په ميرمټ او پيپر ليس بنياد آن لائن بھرتيانې پيل كولې شي٬ كامياب ګرځولې شوو كانديدانو ته به په يو ساعت كښې د تقررۍ ليټر جاري كولے شي: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 12 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې اولس سره د كړي لوظ له مخې د صوبې په تاريخ كښې په لومړي ځل په 111 سركاري آسامو سو فیصد په ميرمټ او پيپر ليس بنياد آن لائن بھرتيانې پيل كولې شي٬ دا اقدام كرپشن ختمولو او اداره جاتي اصلاحات پلو يو تاريخي ګام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ وزیراعلیٰ سېکرټرېټ څخه په جاري شوي بيان كښې وكړه۔ میر سرفراز بګټي په ډاګه كړه چې د بهرتۍ دې نوي نظام لاندې به كانديدانو څخه آن لائن ټېسټ اخستلے شي٬ د هغوي د قابليت او اهليت كره كتنه به كولې شي او كامياب ګرځولې شوې كانديدانو ته به د يو ساعت دننه تقرري ليټر جاري كولے شي دغسې چې په مېرټ اډانه لرونكې تقررۍ باوري كړې شي۔ وزیراعلیٰ ووئيل اصلاحاتي نظام د خزانې په محكمه كښې پېل كولې شي او دا به د نورو محكمو سركاري ملازمتونو ته غزولې شي۔ ده ووئيل حكومت به په هره كچه داسې اقدامات روان ساتي كوم چې د ځوانانو اختيارمند جوړولو او اهل كسانو ته د هغوي حق وركولو سبب وګرځي۔










