عوامي نيشنل ګوند د بونير پخواني ضلعي صدر عبدالرشيد خان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور 09 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند (اے اين پي) صوبائي صدر مياں افتخار حسېن او جنرل سېکرټري حسېن شاه يوسفزئي د اے اېن پي تحصيل مندنړ بونېر عالمګير خان پلار پخواني ضلعي صدر عبدالرشيد خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ په خپل پيغام كښې دوي ووئيل ارواښاد عبدالرشيد خان د عوامي نېشنل ګوند يوه قيمتي اثاثه وه۔ارواښاد د قومي تحريك يو مخلص …

پېښور 09 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند (اے اين پي) صوبائي صدر مياں افتخار حسېن او جنرل سېکرټري حسېن شاه يوسفزئي د اے اېن پي تحصيل مندنړ بونېر عالمګير خان پلار پخواني ضلعي صدر عبدالرشيد خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ په خپل پيغام كښې دوي ووئيل ارواښاد عبدالرشيد خان د عوامي نېشنل ګوند يوه قيمتي اثاثه وه۔ارواښاد د قومي تحريك يو مخلص او نظرياتي ملګرے ؤ څوك چې تر آخري وخت د ګوند سره ثابت قدمۍ سره ولاړ ؤ۔د هغه وفات د هغه د كورنۍ سره سره د عوامي نېشنل ګوند لپاره لوے غم دے۔ ده ووئيل اے اين پي په دې سخت وخت كښې د غمجنې كورنۍ سره په غم كښې شريك دے۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں