کوئټه۔ 09 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 21 مه غونډه په چیف منسټر سېکرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې د صوبې معاشي ٬ سماجي او انتظامي بهترۍ سره اړوندې يو شمېر مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ د غونډې په پېل كښې صوبائي كابينې په بلوچستان كښې د مواصلاتي او تعليمي منصوبو په پېل كولو د وزيراعظم مننه وكړه او …
د بلوچستان كابينې غونډه ٬ الیکټرک بائیکس ، سرکاری ملازمينو لپاره د هيلتھ انشورنس سكيم په شمول د يو شمير اقداماتو منظوري

مزید خبریں
کوئټه۔ 09 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 21 مه غونډه په چیف منسټر سېکرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې د صوبې معاشي ٬ سماجي او انتظامي بهترۍ سره اړوندې يو شمېر مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ د غونډې په پېل كښې صوبائي كابينې په بلوچستان كښې د مواصلاتي او تعليمي منصوبو په پېل كولو د وزيراعظم مننه وكړه او دا اقدامات يۍ د صوبې پرمختګ لپاره خوشبين وګرځول۔ صوبائی کابینې عامو وګړو ته ريليف وركولو له د الېکټرک بائیکس سکیم معارفي كولو پرېكړه وكړه۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې زده كوونكو ، ورکنګ وېمن او سرکاری ملازمینو ته به په الېکټرک بائېکس 30 فیصد سبسډی وركولې شي۔ عامو وګړو ته به هم په آسانو قسطونو دې سهولت څخه د ګټې پورته كولو موقع وركولې شي۔ كابينې په دې خبره اتفاق وكړو چې په دې سكيم به عملدرآمد د بنك فنانسنګ له مخې كولې شي دغسې چې زياتو نه زيات كسان دې څخه ګټه پورته كړې شي۔ د كابينې په غونډه كښې انكشاف وكړے شو چې د صوبې نزدې دوه نيم لكه ملازمينو په درملنو د كال 6 څخه تر 7 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ په دې تناظر كښې كابينې سركاري ملازمينو لپاره د بشپړ هېلتھ انشورنس سكيم معارفي كولو پرېكړه كړی دغسې چې د درملنو نظام سپېځلې ٬ مؤثر او تلپاتے جوړ كړے شي۔ غونډې ته خپله وېنا كښې د بلوچستان وزيراعلی ووئيل بلوچستان لپاره په مواصلاتي او تعليمي منصوبو كښې په مرسته كولو دوزيراعظم مننه كوو۔ ده اعلان وكړو چې د سركاري ملازمينو درملنو له يو بشپړ انشورنس سكيم راوړلے شي۔ ده ووئيل ګډ ګورننس په مېرټ تعيناتۍ او پرمختګ سره مشروط دے او بلوچستان كابينې مېرټ ته د ودې وركولو عزم تكرار كړے په كوم به چې په هر صورت عملدرآمد باوري كولے شي۔










