لاهور 02 جنوري (اے پي پي) د قانون وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي چې ځوانان د پاکستان تر ټولو لويه او قیمتی اثاثه ده،په سوشل میډیا یلغار او كركه پرېښودلو سره دې د پاکستان سوچ وكړې شي۔ده پنجاب یونیورسټۍ كښې د وزیرِاعظم لیپ ټاپ تقسیم سکیم فیز۔IV دستوري ته وينا كوله۔په دې موقع وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر محمد علی، د وزیراعظم خاص مرستيال طلحه برکی،د پبلك افیئر وزیر …
ځوانان قامي اثاثه ده٬ حكومت د زده كوٶنكو جديد زده كړو لپاره ټول وسائل كاروي۔ اعظم نذیر تارړ
لاهور 02 جنوري (اے پي پي) د قانون وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي چې ځوانان د پاکستان تر ټولو لويه او قیمتی اثاثه ده،په سوشل میډیا یلغار او كركه پرېښودلو سره دې د پاکستان سوچ وكړې شي۔ده پنجاب یونیورسټۍ كښې د وزیرِاعظم لیپ ټاپ تقسیم سکیم فیز۔IV دستوري ته وينا كوله۔په دې موقع وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر محمد علی، د وزیراعظم خاص مرستيال طلحه برکی،د پبلك افیئر وزیر رانا مبشر اقبال،ایم این اے شائسته پرویز ملك،رجسټرار ډاكټر احمد اسلام،صدر اکیډمك سټاف ایسو سی ایشن پروفیسر ډاكټر امجد عباس خان مګسی، د هایئر ایجوکیشن کمیشن نمائندګان، فیکلټی غړي او زدكونكو ګډون كولو ۔اعظم نذیر تارړ ووئيل په پوهه اډانه او ضرورت له مخې تعلیم ته ودي وركولو لپاره زياتي سرمایه كارۍ كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل ستاسو په لاس كښې لیپ ټاپ يواځې يو ټول نه دے بلكه دا د کامیابۍ کنجی ده،جدید دور كښې هم ځيني بچي داسې دي كوم چې وسائل نه لري خو حکومت هڅي كوي چې كوم هم صلاحیت لرونكې زدكونكې ان ګیجټس څخه محروم نه شي۔ده ووئيل وزیر اعظم محمد شهباز شریف د وزیر اعلی په حيث ځوانانو له چې كوم سکیم پېل كړې وو،د هغې رڼا نن په ټول پاكستان كښې خپره شوي۔ده ووئيل په دې سکیم سیاسی پوائنټ سکورنګ او تنقید ډير شوې خو د کورونا په دور كښې زدكونكو د لیپ ټاپ سم استعمال كولو سره ګټه پورته كړي۔ده ووئيل د لاهور 70 فیصده آئی ټی مارکیټ كښې هم د پنجاب یونیورسټی کالج آف انفارمیشن ټیکنالوجی ګریجویټس خدمات ترسره كوي۔ده ووئيل زدكونكو له پنجاب یونیورسټۍ كښې امناكه ماحول وركولو ته خاص پام لرنه كوو،د پنجاب یونیورسټۍ کمیونټی د اړخه د وزیراعظم محمد شهباز شریف مننه كوم۔د دې سکیم ترمخه به د پنجاب یونیورسټۍ 3140 زدكونكو ته لیپ ټاپ ترلاسه كيږي۔










