اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كابينه كمېټۍ غونډه شوې چې پكښې د اسلام آباد نړيوال هوائي مېدان د اٶټ سورسنګ چارو جاج اخستې شوے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د دفاع وزارت لخوا د اسلام آباد نړيوال هوائي مېدان آٶټ سورسنګ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كابينه كمېټۍ غونډه٬ د اسلام آباد نړيوال هوائي مېدان د اٶټ سورسنګ د چارو جاج واخستې شو
اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كابينه كمېټۍ غونډه شوې چې پكښې د اسلام آباد نړيوال هوائي مېدان د اٶټ سورسنګ چارو جاج اخستې شوے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د دفاع وزارت لخوا د اسلام آباد نړيوال هوائي مېدان آٶټ سورسنګ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په دې موقع پاکستان كښې نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ (اېف ډي آئي) ودې په اړه د حكومت په پاليسو رڼا اچولو سره ووئيل چې د دې مقصد په هېواد كښې معاشي او تجارتي هلو ځلو ته وده وركولې دي۔ په غونډه كښې د پټروليم وفاقي وزير، نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د كابينه وفاقي سيکرټري، د دفاع سيکرټري او د نجكارۍ سيکرټري پشمول د بېلو وزارتوننو لوړ پورو ګډون كړې۔










