ټيلي ميډيسن سسټم د صحت په څانګه كښې خاموش انقلاب دے، اسلام آباد كښې به په 6 جنوري ټيلي ميډيسن پراجيكټ په باقاعده توګه پېل شي۔سيد مصطفيٰ كمال

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيلي چې ټيلي ميډيسن سسټم د صحت په څانګه كښې خاموش انقلاب دے، اسلام آباد كښې به په 6 جنوري د ټيلي ميډيسن پراجيكټ په باقاعده توګه پېل شي۔داري شوې خپل يو بيان كښې ده ووئيل زمونږ نجي او سركاري روغتونونو كښې د سياسي جلسو په شان ګڼ شمير كسان وي،روغتونونو كښې د ګڼي وجه پرائمري …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيلي چې ټيلي ميډيسن سسټم د صحت په څانګه كښې خاموش انقلاب دے، اسلام آباد كښې به په 6 جنوري د ټيلي ميډيسن پراجيكټ په باقاعده توګه پېل شي۔داري شوې خپل يو بيان كښې ده ووئيل زمونږ نجي او سركاري روغتونونو كښې د سياسي جلسو په شان ګڼ شمير كسان وي،روغتونونو كښې د ګڼي وجه پرائمري و سيكنډري هيلتھ كيئر سسټم غيرموجودګي ده۔ده ووئيل د پرائمري هيلتھ سسټم متبادل ټيلي ميډيسن سسټم دے، ټيلي ميډيسن سسټم به وفاقي بنيادي صحت مركزونو كښې پېل كولې شي،د ايم او يو ترمخه د صحت كهاني اداره به ډيجيټل صحت سهوليات وركوي۔ده ووئيل لويو روغتونونو 70 فيصده رنځوران بايد بنيادي صحت مركزونو ته لاړ شي،مونږ د اسلام آباد 6 او كراچۍ په 4 ځايونو ټيلي ميډيسن سسټم لګوو، رنځورانو ته به په آن لائن كيمره 3 جنرل فزيشن په وخت كتلې شي، په 6 ځايونو به 18 ډاكټران آن لائن موجود وي، آن لائن به د داروګانو پرچي جاري كيږي،رنځورانو ته به هم هلته څخه دراوګان ترلاسه كيږي،په لويو روغتونونو به رش كم شي۔ده ووئيل ګڼ شمير ډاكټران او په خاص توګه ميرمني ډاكټراني ، پريكټس نه كوي،هغوي به د كور څخه د رنځورانو درملنه كوي،6 مياشتي وړاندې مونږ دا خوب ليدلې ؤ،دا د باران وړومبې څاڅكې دے ٬ په 6 جنوري به د وړومبي بي ايچ يو افتتاح كولې شي،دې نه پس به هره اوونۍ كښې د يو بي ايچ يو پرانسته كولې شي