بلوچستان د پاکستان په روښانه سباٶن٬ سيمه ايز رابطه كارۍ او قامي سلامتيا كښې كليدي رول لري، د صوبې ځوانانو تعليم٬ سكل او موقعې وركول د تل پاتي امن ضمانت دے۔ د سېنېټ چيئرمين د بلوچستان نيشنل ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته وېنا

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د بلوچستان اولس لپاره د امن٬ پرمختګ٬ شموليت او د آئيني حقونو په اړه د رياست د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د صوبې اهميت يوازې تر جغرافيے محدود نه دے٬ د رقبې په لحاظ سره د پاكستان د لويې صوبې په حېث بلوچستان په سيمه ايز روابطو كښې كليدي حېثيت لري …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د بلوچستان اولس لپاره د امن٬ پرمختګ٬ شموليت او د آئيني حقونو په اړه د رياست د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د صوبې اهميت يوازې تر جغرافيے محدود نه دے٬ د رقبې په لحاظ سره د پاكستان د لويې صوبې په حېث بلوچستان په سيمه ايز روابطو كښې كليدي حېثيت لري او دا صوبه سوئيلي آسيا مېنځنۍ اسياء او مېنځني ختيزه سره تړي۔ د سېنېټ چيئرمېن دا خبره د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې بلوچستان نيشنل ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل چې بلوچستان د پاکستان په روښانه سباٶن٬ سيمه ايز رابطه كارۍ او قامي سلامتيا كښې كليدي رول لري، د صوبې ځوانانو تعليم٬ سكل او موقعې وركول د تل پاتي امن ضمانت دے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل چې د بلوچستان اولس ثابت قدمي او حوصله قام لپاره د فخر سبب ده٬ سېنېټ د وفاقي ايوان٬ صوبائي حقونو تحفظ او متوازن پرمختګ لپاره عزم لري، پارلمان د جمهوري اقدارو، سپېځلتيا او بېن الصوبائي همغږۍ ودې كښې مركزي كردار لوبوي۔ د سېنېټ چيئرمين په ګډون كوٶنكو زور راوړو چې ھغوي دې د تنوع احترام وكړي ، آئيني اقدار دې په ځائ وساتي او په جمهوري دائره کار كښې پاتې كېدو سره خپل كار كردار ولوبوۍ۔ ده د بلوچستان نيشنل ورکشاپ انتظاميه او ګډون كوونكو ته په كامياب وركشاپ كولو مباركي وركړه او د دوي سباون لپاره ېې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع چيئرمين سينيټ د بلوچستان نيشنل ورکشاپ ګډون كوٶنك د پارلمان کار، قانون سازۍ، د بلوچستان پشمول په قامي كچه د بېلو قامي چارو په اړه د پوښتنو تفصيلي ځوابونه هم وركړل۔