اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) پاکستان، مصر، انډونيزيا، اردن، قطر، ترکيه، سعودي عرب او متحده عرب امارات خارجه وزيرانو غزه پټي كښې په خراب شوې انساني صورتحال د خپل تشويش څرګندونه كړي كوم چې د سخت او غير مستحکم موسمي حالات پشمول بارانونو او طوفانونو له امله نور هم خراب شوې۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې يو شريك بيان كښې وئيلي شوې چې دا صورتحال …
پاکستان، مصر، انډونيزيا، اردن، قطر، سعودي عرب، ترکيه او يو اے اي خارجه وزيرانو د غزه په صورتحال شريكه اعلاميه
اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) پاکستان، مصر، انډونيزيا، اردن، قطر، ترکيه، سعودي عرب او متحده عرب امارات خارجه وزيرانو غزه پټي كښې په خراب شوې انساني صورتحال د خپل تشويش څرګندونه كړي كوم چې د سخت او غير مستحکم موسمي حالات پشمول بارانونو او طوفانونو له امله نور هم خراب شوې۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې يو شريك بيان كښې وئيلي شوې چې دا صورتحال د ناکافي انساني رسني ، ځان بچ كونكو ضروري څيزونو كمي او بنيادي خدمات بحالي او عارضي استوګنو جوړولو لپاره پكار لازمي مواد سست رفتار ترسيل له امله نور هم خراب شوې۔خارجه وزيرانو دا خبره په ګوته كړي چې سخت موسمي حالات د موجوده انساني حالات نازك حيثيت په ډاګه كړې او په خاص توګه تقريباً 19 لکهه كسان او بے كوره شوي كورنيو لپاره ناکافي پټن ځايونو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل سېلاب ځپلي کيمپ، تباه شوې خيمے، وړاندې څخه ځپلې شوي ودانو راپريوتو او غذائي كمي سره سره د يخ موسم شدت د وګړو ځاني زيان لپاره خطري زياتي كړي چې پكښې په خاص توګه ماشومان،ميرمني،مشران وګړي او په طبي توګه کمزورو كسانو لپاره د رنځونو خپريدو اندېښنه هم شامل ده۔ده د ملګرو ملتونو ټولو تنظيمونو او په خاص توګه يو اين آر ډبليو اے او په انساني همدردۍ اډانه نړيوال غير سرکاري تنظيمونو هڅي وستائلي كوم چې زيات مشکل او پيچيده حالات باوجود د فلسطينيانو مرسته او انساني امداد ورسوي۔دوي غوښتنه كړي چې اسرائيل دې دا خبره باوري كړي چې ملګري ملتونه او نړيوال اين جي اوز په غزه او لويديزه غاړه كښې كوټلې او د خنډانو نه غير كار وكړي ځكه چې غزه كښې انساني امدادي ردعمل كښې د هغوي کردار زيات مهم دے۔ خارجه وزيرانو ووئيل په دې هلو ځلو كښې خنډانو جوړيدو كومه هم هڅه به د نه قبلولو وړ وي۔ دوي د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قرارداد 2803 او صدر ټرمپ کوټلي منصوبے بشپړه حمايت پخلي كولو سره په هغې عملدرآمد كښې د خپل کردار ترسره كولو د عزم څرګندونه وكړه دغسې چې د جنګ بندۍ استحکام باوري كړې شي،په غزه كښې جنګ ختم شي،د اوږدې مودې انساني تكليفونو سره مخ فلسطينيانو لپاره د عزت سره ژوند كول ممكن شي او فلسطينيانو د خپلواكۍ حق او رياست جوړولو پلو يوه كوټلي لاره جوړه شي۔ دوي په سمدستي توګه ابتدائي بحالۍ هڅو پېل كولو او توسيع په ضرورت زور راوړو چې پكښې د سخت موسمي حالاتو كښې د آبادۍ تحفظ لپاره وقار لرونكي ځايونو وركول شامل دي۔ وزيرانو د نړيوالي ورورولۍ څخه اپيل وكړو چې خپله قانوني او اخلاقي ذمه واري پوره كولو سره قابض قوت حيثيت سره په اسرائيل فشار واچوي چې خيموں، رهائشي مواد، طبي امداد، پاكو اوبو ، ايندھن او صفائي او نکاسۍ سهوليات پشمول د ضروري څيزونو ترسيل او په تقسيم لګيدلي بنديزونه په سندستي توګه ختم شي۔دوي غوښتنه وكړه چې ملګرو ملتونو او ادارو د لارې غزه پټي كښې سمدتي،بشپړه او خنډانو نه غير انساني مرسته دې وكړې شي، بنيادي ډھانچے او روغتونونه دې بحال کړې شي او د صدر ټرمپ د منصوبے له مخې دې رفح کراسنګ پرانستلے شي۔










