اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه٬ پي ټي وي لپاره جامع بزنس پلان ترتيب كولو، د تنخواګانو په وخت ادائيګي باوري كولو لپاره څلور كسيزه ذيلي كمېټي جوړه كړې شوه

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ پاکستان ټيلي ويژن (پي ټي وي) لپاره د جامع بزنس پلان ترتيب كولو، د تنخواګانو په وخت ادائيګي باوري كولو او ادارې ته د رامخې ته مالي مسئلو د اسبابو تعين كولو لپاره د كمېټۍ غړي نديم عباس په کنوينر شپ كښې څلور كسيزه ذيلي كمېټۍ جوړه كړې۔ د قامي اسمبلۍ سيکريټريټ لخوا …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ پاکستان ټيلي ويژن (پي ټي وي) لپاره د جامع بزنس پلان ترتيب كولو، د تنخواګانو په وخت ادائيګي باوري كولو او ادارې ته د رامخې ته مالي مسئلو د اسبابو تعين كولو لپاره د كمېټۍ غړي نديم عباس په کنوينر شپ كښې څلور كسيزه ذيلي كمېټۍ جوړه كړې۔ د قامي اسمبلۍ سيکريټريټ لخوا د جاري اعلاميه له مخې د كمېټۍ غونډه د چيئرمېن پولين بلوچ په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښې شوې ٬ كمېټۍ د بجلۍ بلونو د لارې د پي ټي وي لائسنس فيس وصولۍ خاتمے نه پس مالي خرڅونه ترسره كولو لپاره بزنس پلان او د متبادل آمدنۍ ذريعو په نه وړاندې كولو د تشوېش څرګندونه وكړه٬ د کميټۍ دا رائے وه چې پي ټي وي يوازې په سرکاري ګرانټس انحصار كولو سره خپل آپريشنل خرڅونه او د ملازمينو په اړه مالي ذمه وارۍ نشي پوره كولې٬ د دې صورتحال جاج اخستو سره کميټۍ د نديم عباس په کنوينر شپ كښې د څلور كسيزه ذيلي كمېټي جوړه كړې كومه چې به پي ټي وي لپاره جامع کاروباري پلان جوړولو سره سره به د تنخواګانو باقاعدګۍ سره وركولو په چارو غور او ادارې ته د رامخې ته مالي ستونزو اسبابو جاج اخلي۔ ذيلي کميټي به د پي ټي وي سپورټس د مجموعي کارکردګۍ، د دې محصولاتو پورټ فوليو او د پي ټي وي سپورټس مشر د کارکردګۍ جاج اخستو مېنډېټ هم وركړے شوے دے۔ د شاليمار ريکارډنګ اينډ براډ کاسټنګ کمپنۍ د موجوده صورتحال په اړه د اسلام آباد هائي کورټ لخوا مقرر کړې شوې ليکويډيټر کميټي خبر كړې شو چې كه حكومت د عدالت سماعت په مهال د وركړې شوې يقين دهانۍ له مخې په دوه مياشتو كښې د اېس آر بي سي بحالي په منصوبه وړاندې كولو كښې ناكامه شو نو د كمپنۍ په بشپړه توګه د بندلو نه علاه به بله لار نه وي٬ كمېټي خبر كړې شوه چې د مالي صورتحال په سبب يوازې 50 ملازمانو په ځائ ساتلے شوې دي۔د وزارت اطلاعات ډائريکټر جنرل کميټۍ ته ووئيل چې وزارت د ادارې په ذمه د واجب الادا ذمه وارو جاج اخستو او د دې بحالۍ لپاره د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار په مشرۍ كښې جوړې كړې شوې كمېټۍ ته يو تجويز استولې دے كوم چې اوس هم د غور او فكر او پرېكړې په پړاٶ كښې دے٬ کميټۍ په کراچي كښې تعطل سره مخ د پي ايس ډي پي منصوبې په اړه د پي بي سي د ډائريکټر جنرل لخوا د عملدرامد په وړاندې كړې شوې رپورټ د اطمينان څرګندونه وكړه٬ كمېټۍ د منصوبې د پېشرفت په اړه د رپورټ وړاندې كولو هم امر وكړو په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو نديم عباس، کرن عمران ډار، آسيه ناز تنولي، رومينه خورشيد عالم، کرن حېدر، شاهين، سحر کامران، سيد امين الحق، رانا انصر، مولانا عبدالغفور حېدري، د وزارت اطلاعات ډائريکټر جنرل او نورو چارواكو ګډون كړې