حكومت د تېلو او ګاز پیداوار زياتولو لپاره پھ بشپړه توګه اقدامات كوي

اسلام آباد 28 جون (اے پی پی) د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې حكومت د تېلو او ګاز پیداوار زياتولو لپاره پھ بشپړه توګه اقدامات كوي٬د تېرو دريو كلونو په مهال پھ هېواد كښې د تېل او ګاز 83 ذخيرې موندل شوې دي۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ د پیټروليم او قدرتي وسيلو قائمه كمېټۍ پھ غونډه كښې د …

اسلام آباد 28 جون (اے پی پی) د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې حكومت د تېلو او ګاز پیداوار زياتولو لپاره پھ بشپړه توګه اقدامات كوي٬د تېرو دريو كلونو په مهال پھ هېواد كښې د تېل او ګاز 83 ذخيرې موندل شوې دي۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ د پیټروليم او قدرتي وسيلو قائمه كمېټۍ پھ غونډه كښې د بريفنګ پھ مهال وكړې۔ده ووئيل چې په جون كښې پھ 6 سيمو كښې د تېلو او ګاز ذخيرې موندل شوي دي۔د كوموڅخه چې 50.1 اېم اېم سي اېف ډي ګاز او 2359 بېرل تېل پیدا كېږي۔د قائمه كمېټۍ غونډه د بلال احمد ورك پھ مشرۍ كښې وشوه۔پھ غونډه كښې د كمېتۍ غړو او د وزارت اړوند چارواكو هم ګډون وكړو۔كمېټۍ وزارت ته هدايت وكړو چې د تېل او ګاز پیداوار زياتولو لپاره دې جامع حكمت عملي اختيار كړی شي

مزید خبریں