پاكستان د “كيريك ډيجيټل كوريډور” تجويز ته ډېر اهميت وركوي۔ عبدالعليم خان

بشكيك 20 نومبر (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي پاكستان د كيريك 2030 د مېنځنۍ مودې جائزه په عملي اقدامات كښې د بدلولو عزم لري٬ پاكستان د "كيريك ډيجيټل كوريډور" تجويز ته ډېر اهميت وركوي۔ د زيارت په ورځ د مواصلات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي د كيريك وزارتي كنفرنس په 24مه غونډه ګډون …

بشكيك 20 نومبر (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي پاكستان د كيريك 2030 د مېنځنۍ مودې جائزه په عملي اقدامات كښې د بدلولو عزم لري٬ پاكستان د “كيريك ډيجيټل كوريډور” تجويز ته ډېر اهميت وركوي۔ د زيارت په ورځ د مواصلات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي د كيريك وزارتي كنفرنس په 24مه غونډه ګډون وكړو ٬ وزارتي كنفرنس د اسيائي پرمختيائي بېنك په كوربتوب كښې د كرغز جمهوريه په پايه تخت بشكيك كېږي۔ په دې موقع وفاقي وزير د اسيائي پرمختيائي بېنك د قيادت په خاص توګه مننې كولو سره ووئيل د اے ډي بي قيادت پاكستان او د منطقې د مرستې په اېجنډا كښې پرله پسې مرسته كوي۔ ده ووئيل د سږ كال موضوع ”ګرين اينډ ډيجيټل كيريك“ د منطقې تل پاتې٬ موسمياتي لحاظ سره محفوظ او د تړلي سباٶن د مشتركه وژن عكاسي كوي٬ ده ووئيل دا موضوع د پاكستان ګرين ګروتھ، كم كاربن معيشت او د ډيجيټل ترقۍ د قامي ترجيحات سره په بشپړه توګه همكاره دے۔ ده ووئيل پاكستان د كيريك 2030 د مېنځنۍ مودې جائزه په عملي اقدامات د بدلولو عزم لري۔