وزيراعظم شهباز شريف په مومند، لكي مروت او ټانك كښې د فتنه الخوارجو په ضد په كامياب آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته شاباشے وركړو

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په مومند، لكي مروت او ټانك ضلعو كښې د فتنه الخوارجو په ضد په كامياب آپرېشنز كښې د امنيتي ځواكونو چارواكو او ځوانانو له شاباشے وركولو سره په دې عملياتو كښې د 7 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په مومند، لكي مروت او ټانك ضلعو كښې د فتنه الخوارجو په ضد په كامياب آپرېشنز كښې د امنيتي ځواكونو چارواكو او ځوانانو له شاباشے وركولو سره په دې عملياتو كښې د 7 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت تر خاتمې به جنګ روان وي۔ ده ووئيل زما پشمول ټول قام د خوږ هېواد حفاظت لپاره په غېر متزلزل عزم كښې د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے