د ماشومانو تعليم، صحت، تحفظ او ښګړه بايد د رياست او ټولنې په وړومبي ت پام لرنه كښې شامله وي۔ د سيد يوسف رضا ګيلاني د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني په دې خبره زور راوړے چې د ماشومانو تعليم، صحت، تحفظ او خېرښګړه بايد د رياست او ټولنې په وړومبي پام لرنه كښې شامله وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ له مخې دا خبره ده د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل ماشومان د هر قام قېمتي …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني په دې خبره زور راوړے چې د ماشومانو تعليم، صحت، تحفظ او خېرښګړه بايد د رياست او ټولنې په وړومبي پام لرنه كښې شامله وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ له مخې دا خبره ده د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل ماشومان د هر قام قېمتي سرمايه او د ځالانده سباون اميد وي۔ ده ووئيل حكومت ماشومانو ته بهتر سباون وركولو لپاره هر ممكن اقدمات كوي چې پكښې قانون سازي، اداره جاتي اصلاحات او په پاليسي كچه مهم پېشرفت شامل دے۔ لنډ مهاله صدر باور وركړو چې رياست د ماشومانو د حقونو بشپړ تحفظ او د دوي خېرښګرې باوري كولو لپاره هر ممكن اقدامات روان ساتلي او په دې لړ كښې په خپلو هلو ځلو كښې لا بهتري راوستلې كېږي۔