پارلمان د آئيني عدالت جوړولو پرېكړه د هېواد وفاقي ډھانچې لا قوي كولو لپاره كړې۔ سينيټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي په آئين كښې د بدلون اختيار عمر له پارلمان سره دے او تر څو چې پاكستان په آئيني طريقه روان وي دا اختيار به پارلمان سره وي٬ پارلمان د اولس په ټاكلو نمائندګانو مشتمل دے او د هېواد چلولو اختيار هم دوي سره پكار دے ٬ هم دا خبره د آئين …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي په آئين كښې د بدلون اختيار عمر له پارلمان سره دے او تر څو چې پاكستان په آئيني طريقه روان وي دا اختيار به پارلمان سره وي٬ پارلمان د اولس په ټاكلو نمائندګانو مشتمل دے او د هېواد چلولو اختيار هم دوي سره پكار دے ٬ هم دا خبره د آئين ابتدائيه كښې په واضحه توګه درج ده۔ د زيارت په ورځ د ارواښاد سينيټر عرفان صديقي په ياد كښې د غمرازۍ دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په مهال ده ووئيل پارلمان د اوسني آئيني بدلون د لارې د آئيني عدالت جوړولو پرېكړه د هېواد وفاقي ډھانچه لا قوي كولو لپاره كړې چې پكښې څلورو واړو برخو ته برابر نمائندګي وركړې شوې ٬ دغسې چې په قامي كچه آئيني او قانوني معاملو كښې توازن برقرار پاتې شي۔ ۔ په دې موقع ده ارواښاد سينيټر عرفان صديقي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ھغه د منطق، اعتدال او فهم و فراست د لارې د مسئلو د حل كولو صلاحيت لرلو٬ ارواښاد د لوړې كچې خبريال، بصيرت لرونكر سياستمدار او د شائسته قلم څښتن ٶ۔ ده ووئيل د ارواښاد قامي خدمات او فكري هلې ځلې به عمر له يادې ساتلې شي