د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ سره د سري لنکا د ځوانانو چارو او لوبو لپاره نائب وزير سوګاتھ تھلا کراتھنے وليدل٬ د دواړو هېوادونو د لوبو په اړه همكارۍ ته لا پراختيا وركولو ته اتفاق

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره د سري لنکا د ځوانانو چارو او لوبو لپاره نائب وزير سوګاتھ تھلا کراتھنے نن د زيارت په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع د سري لنکا هائي کمشنر رئير ايډمرل فريډ سينويراتھنے، ډپټي هائي کمشنر کرسټي روبن او منسټر قونصلر (ډيفنس) بريګيډيئر جي اے کے آر ګنارتنے هم دوي سره وو۔ په …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره د سري لنکا د ځوانانو چارو او لوبو لپاره نائب وزير سوګاتھ تھلا کراتھنے نن د زيارت په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع د سري لنکا هائي کمشنر رئير ايډمرل فريډ سينويراتھنے، ډپټي هائي کمشنر کرسټي روبن او منسټر قونصلر (ډيفنس) بريګيډيئر جي اے کے آر ګنارتنے هم دوي سره وو۔ په ملاقات كښې د كركټ ودې٬ د لوبو په شريكې مرسته او په دوه اړخيزه روابطو تفصيلي خبرې وشوې٬ دواړو هېوادونو لوبې په اولسي كچه د رابطو د ودې موثره ذريعه ګرځولو سره په دې څانګه كښې د همكارۍ عمل ته لا پراختيا وركولو له اتفاق وكړو۔ په دې وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په باور٬ احترام او شريكو اقدارو اډانه دي، د لوبو په مېدانونو كښې مرسته نه يوازې نوې كول يو بل ته نزدې كوي بلكې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه اړيكې لا قوي كوي۔ ده ووئيل پاکستان په منطقه كښې د سپورټس ډپلوميسي ودې لپاره سنجيده اقدامات كوي۔ وفاقي وزير په لوبو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د سري لنكا د حكومت او قيادت مننې كولو سره ووئيل د سري لنکا پارليمان د بجټ غونډې باوجود د سري لنکا د نائب وزير د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو د ارودې مودې دوستۍ او د باوري اړيكو واضحه څرګندونه ده، هيله لرو چې دا دوره به د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د لوبو او ځوانانو په څانګه كښې نوې لارې پرانځي٬ د سري لنکا پلاوي په دې موقع د داخله وزير محسن نقوي ټرائي نيشن سيريز لپاره د ښه انتظامات ستائنه وكړه۔ د يادونې وړ ده وزيراعظم شهباز شريف تېره ورځ د ټرائي نيشن ډلو په اعزاز كښې د ماسپخين مېلمستيا وركړې وه٬ د سري لنکا پلاوي د پاکستان د كوربتوب د اعليٰ معيار او د سپورټس ډپلوميسي د ودې د عزم ستائنه وكړه٬ د سري لنکا پلاوې به په پاکستان كښې د ټرائي نيشن سيريز د مېچونو مشاهده هم كوي