د خېر ښېګړې هلې ځلې پېوست كولو كښې حكومت٬نجي څانګې او سول سوسائټۍ له خپل كردار ادا كول پكار دي۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب دستورې ته وينا

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي د خېر ښېګړې هلې ځلې مربوط كولو كښې حكومت٬نجي څانګې او سول سوسائټۍ له خپل كردار ادا كول پكار دي٬د وزيراعظم لخوا سوشل امپیکټ فنانسنګ فریم ورک جوړولو اقدام بنيادي مقصد اثر لرونكے مالياتي فريم ورك جوړول دي٬ 400 څخه زيات فهرستي كمپنو كښې د 300 څخه زياتې كمپنې د كارپوريټ سماجي ذمه …

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي د خېر ښېګړې هلې ځلې مربوط كولو كښې حكومت٬نجي څانګې او سول سوسائټۍ له خپل كردار ادا كول پكار دي٬د وزيراعظم لخوا سوشل امپیکټ فنانسنګ فریم ورک جوړولو اقدام بنيادي مقصد اثر لرونكے مالياتي فريم ورك جوړول دي٬ 400 څخه زيات فهرستي كمپنو كښې د 300 څخه زياتې كمپنې د كارپوريټ سماجي ذمه وارۍ له مخې خپلې د ښېګړی ذمه وارۍ ادا كړې دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ پاكستان سينټر فار فیلنتھراپی لخوا د رپورټ اجرا او د ايوارډز تقسيم په موقع راجوړې كړی دستوې ته خطاب كښې وكړه۔د خزانې وزير ووئيل د حكومت اقدامات څخه معيشت په سم لوري روان دے٬كلي معيشت صورتحال مستحكم دے او اوس په برآمدات اډانه پائيدار نمو په لاره روان دے٬د پرمختګ ميوې اولس ته منتقل كول ضرورې دي٬ ده ووئېل دې مقصد لپاره د اصلاحات عمل روان دے۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان كښې د شتمندو كمے نشته ٬پاكستان عطيات وركوونكو سرفهرست هېوادونو كښې شامل دے٬كراچۍ په خاص توګه په دې اړه وړاندې ده٬دا خبره هم خوشبينه ده چې د روغتيا او تعليم څانګې مخ په وړاندې بوتللو كښې شتمند او ادارې خپل كردار ادا كوي۔د خزانې وزير ووئيل 400 څخه زيات فهرستي كمپنو كښې 300 څخه زياتې د كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ له مخې خپلې فلاحي ذمه واري ادا كړې دي٬دا د دين او دنيا دواړو لپاره ښه ده٬ ده ووئېل د كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ ادائيګۍ لپاره كمپنو له خپل كردار په ښه طريقه ادا كول پكار دي او د دې لپاره د كوم هدايت يا ضابطې انتظار كول نه دي پكار۔د خزانې وزير ووئيل د ښېګړې هلې ځلې مربوط كولو كښې حكومت٬نجي څانګې او سول سوسائټۍ له خپل كردار ادا كول پكار دي٬