برسلز 19 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د بېلجيئم په ښار برسلز كښې د اروپائي ائتلاف كونسل صدر انتونيو كوسټا سره ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو ډلو د پاكستان او اروپائي ائتلاف په اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او په بېلو څانګو كښې د شريكې ګټې همكاري …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په برسلز كښې د اروپائي ائتلاف كونسل صدر انتونيو كوسټا سره وليدل

مزید خبریں
برسلز 19 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د بېلجيئم په ښار برسلز كښې د اروپائي ائتلاف كونسل صدر انتونيو كوسټا سره ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو ډلو د پاكستان او اروپائي ائتلاف په اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او په بېلو څانګو كښې د شريكې ګټې همكاري قوي كولو ته سلاح شول۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير پاكستان سره د اروپائي ائتلاف دوه اړخيزه او د ګڼ اړخيزه مرستې ستائنه وكړه٬ دواړو پلاويو د شريكې خوښې په يو شمېر چارو، جي اېس پي پلس، تجارت او اقتصادي مرستې ته وده وركولو او په سيمه ايز او نړيوال امنيتي صورتحال د خيالاتو څړګندوه وكړه٬ ډلو ګڼ اړخيزه نظام لپاره د خپل مضبوط عزم پخلے هم وكړو٬ دغسې ډلو د مشتركه ترجيحات ودې او په مهمو څانګو كښې مرسته لا قوي كولو لپاره په ګډه د كار روانه ساتلو ته اتفاق وكړو










