اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د كركټ درې هېواديزه سيريز كښې ګډون كوونكو د پاكستان٬سري لنكا او زمبابوے كركټ ډلو په درناوي كښې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د ماسپخښين مېلمستيا وركړې۔د ماسپخښين په مېلمستيا كښې د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه٬د كورنيو چارو وفاقي وزير او پي سي بي چيئرمېن سيد محسن رضا نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د كركټ درې هېواديزه سيريز كښې ګډون كوونكو د پاكستان٬سري لنكا او زمبابوے ډلو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا وركړه
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د كركټ درې هېواديزه سيريز كښې ګډون كوونكو د پاكستان٬سري لنكا او زمبابوے كركټ ډلو په درناوي كښې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د ماسپخښين مېلمستيا وركړې۔د ماسپخښين په مېلمستيا كښې د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه٬د كورنيو چارو وفاقي وزير او پي سي بي چيئرمېن سيد محسن رضا نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي٬ د سري لنكا هائي كمشنرريئر ايډمرل فريډ سينيويراتهنے او د زمبابوے هائي كمشنر ټائيټس ابو بسوتو هم موجود وو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل پاكستان٬سري لنكا او زمبابوے كركټ ډلو پاكستان كښې كېدونكې درې هيواديزه سيريز كښې ګډون كولو سره چې د كومې جذبې او مينې څرګندونه كړې هغه د ستائنې وړ ده٬ټول لوبغاړي د خپلو خپلو هېوادونو ښه نمائندكي كوي٬وزيراعظم ووئيل د پي سي بي كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي په مشرۍ كښې سيريز ټول ميچز له ښه انتظامات٬ شوي موثر اتګلاره او اعلٰی پيشه وره پوهې سره دا ميچونه په كاميابۍ سره كيږي۔ده ووئيل پاكستان كښې نړيوال كركټ پرله پسې كول د هېواد مثبت تشخص او د امن او استحكام ثبوت دے٬ده هيله ولرله چې د درېو واړو هېوادونو ترمينځه به كركټ ډلې د لارې دوستي او شريكه مرسته لا قوي شي او پاكستان به سباون كښې هم د ټولې نړۍ هيوادونو هم دغسې كوربتوب كوي










