برسلز 19 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار برسلز ته رسېدلے دے چرته به چې هغه د 20 نه تر 21 نومبر 2025 برسلز كښې په كېدونكې د پاكستان-اروپاﺀ سټريټجك ډائيلاګ 7مې غونډې او د اروپائي ائتلاف انډو_پيسفك وزارتي فورم په 4 مه غونډه كښې ګډون كوي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري بيان له مخې برسلز ته په رسېدو د نائب …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار برسلز ته ورسېد٬ د پاكستان_اروپاﺀ سټريټجك ډائيلاګ 7مه غونډه٬ د اروپائي ائتلاف انډو-پيسفك وزارتي فورم 4مه غونډه كښې كښې به ګډون كوي

مزید خبریں
برسلز 19 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار برسلز ته رسېدلے دے چرته به چې هغه د 20 نه تر 21 نومبر 2025 برسلز كښې په كېدونكې د پاكستان-اروپاﺀ سټريټجك ډائيلاګ 7مې غونډې او د اروپائي ائتلاف انډو_پيسفك وزارتي فورم په 4 مه غونډه كښې ګډون كوي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري بيان له مخې برسلز ته په رسېدو د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر استحاق ډار هركلے خارجه سېكرټري آمنه بلوچ٬بيلجيئم٬لكسمبرګ او اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي او د سفارتخانې افسرانو وكړو ۔د خپلې دورې په مهال به نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د پاكستان نمائندګي كولو سره پاكستان-اروپائي ائتلاف سټريټجك ډائيلاګ او انډو_پيسفك وزارتي فورم كښې ګډون نه علاوه د بيلو هېوادونو خپلو هم څنګو او د اروپائي ائتلاف سينئر چارواكو سره ملاقاتونه كوي










