اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي وفاقي حكومت به صوبائي چارواكو سره د 250 ورځو د شارټ ټرم منصوبې له مخې ګرد هېواد كښې د افتونو په اړه ټول ابتدائي وارننګ سسټمز په ضلعي او تحصيل كچه فعاله كوي دغسې چې د سېلاب نه وړاندې په وخت وتل او د اثاثو خوندي منتقلي ممكن كړې شي، هڅه ده چې …
وفاقي حكومت به د شارټ ټرم منصوبې له مخې ګرد هېواد كښې د افتونو په اړه ټول ابتدائي د خبرداري سسټمز په ضلع او تحصيل كچه فعاله كوي۔ د وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د اين ډي ايم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك سره پرېس كنفرنس
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي وفاقي حكومت به صوبائي چارواكو سره د 250 ورځو د شارټ ټرم منصوبې له مخې ګرد هېواد كښې د افتونو په اړه ټول ابتدائي وارننګ سسټمز په ضلعي او تحصيل كچه فعاله كوي دغسې چې د سېلاب نه وړاندې په وخت وتل او د اثاثو خوندي منتقلي ممكن كړې شي، هڅه ده چې راتلونكې پشكال كښې دومره زيان ونه شي كوم چې سږ كال شوے، وزيراعظم د ارلي وارننګ سسټم په سمدستي توګه د كوټلې كولو امر كړے دے، د اوږدې مودې لائحې له مخې په پنځو كالو كښې د موسمياتي مطابقت وړ انفراسټركچر جوړول دي۔ دا خبره ده د شوروې په ورځ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرال انعام حېدر ملك سره د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ وفاقي وزير ووئيل مشتركه نظام به ځائي انتظاميه په مهم وخت او په وخت د غبرګون وركولو جوګه كوي چې له مخې به يې په راتلونكي پشكال كښې زيانونو كښې ځانګړے كمے راشي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه كښې د درياب٬ سېلاب٬ غرئيز سېلاب٬ اربن فلډ او د ساحلي سيمو خطرو پشمول د ټولو موسمياتي خطرو جاج واخستلے شو او د لنډې٬ مېنځنۍ او د اوږدې مودې اقدامات پشمول د يو قامي لچكدار روډ مېپ منظوري وركړې شوې۔ ده ووئيل پاكستان كښې دا مهال په بېلو محكمو كښې خواره واره وارننګ سسټمز موجود دي چې په سبب يې تاخير او بدانتظامي پيدا كېږي٬ وزيراعظم امر كړے چې ټول ډېټا سېټس دې يو كولو سره د اسسټنټ كمشنرز او ډپټي كمشنرز په دفترو كښې په ريئل ټائم سكرينز وښودلې شي۔ ده ووئيل وړومبې الارم به په اسلام آباد كښ نه بلكې د تحصيل او ضلع په كچه غږېږي دغسې چې د مرستې ادارو او كميونټيز ته د اوبو رسېدو نه وړاندې په وخت الرټس ترلاسه شي۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل د 250 ورځو د لنډې مودې پړاٶ له مخې به د اوبو ويستلو ټول نهرونه او فلډ ګېټس بحالولې شي او په اربن ايرياز كښې به بند يا متاثره ډرينيج سسټمز هم د وړاندې نه سمولې شي۔ ٬ د دې نه علاوه يو موبائل ايمرجنسي هيلتھ كيئر نظام هم معارفي كوٶ كوم چې به په موقع بنيادي درملنه او په سمدستي توګه د سرجريز سهولت وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل اګرچه چې ابتدائي منصوبه د صوبائي اوبه خور، زراعت او د ډيزاسټر محكمو سره د مشاورت نه وروستو جوړه كړې شوې خو وزيراعظم بشپړه صوبائي لائحه باوري كولو لپاره د لا مشاورت امر كړے دے٬ د غېرقانوني تجاوزات په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم د دريابونو په غاړه د اثر لرونكو دلو لخوا د جوړو كړو هوټلز او د ريزورټس په ضد د سختې كاروائۍ امر كړے دے او د زوننګ قوانين په ضد د تعميرات اجازه وركوونكو څخه د تحقيقات هم امر شوے دے۔ ده ووئيل حكومت به خپله ټوله موسمياتي ټګلاره اولس ته وړاندې كوي او وګړو ته ځواب وركولو لپاره د پوښتنو كولو به ترغيب وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ له خپلو كوچنيانو له داسې سباون وركول دي چرته چې افتونه بيا بيا هر څه نه وړي۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن هم وېنا وكړه










