تعليم د هر قام قېمتي سرمايه وي۔ وفاقي وزير خالد حسېن مګسي

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسېن مګسي وئيلي دي تعليم د هر قام قېمتي سرمايه وي٬ پاكستان داسې ځوانانو ته اړتيا لري كوم چې د تحقيق، ټيكنالوجي، انجينئرنګ، معاشي منصوبه بندۍ او ډيجيټل جديديت د لارې د نړيوال معيار مقابله وكړي۔ وفاقي وزير د شورو په ورځ د كامسيټس يونيورسټۍ واه كيمپس په كانووكيشن كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون …

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسېن مګسي وئيلي دي تعليم د هر قام قېمتي سرمايه وي٬ پاكستان داسې ځوانانو ته اړتيا لري كوم چې د تحقيق، ټيكنالوجي، انجينئرنګ، معاشي منصوبه بندۍ او ډيجيټل جديديت د لارې د نړيوال معيار مقابله وكړي۔ وفاقي وزير د شورو په ورځ د كامسيټس يونيورسټۍ واه كيمپس په كانووكيشن كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او په دې موقع يې فارغ التحصيل زده كوونكو (انجونو/هلكانو) له سندونه وركړل او دوي له يې په تعليمي سفر بشپړولو مباركي هم وركړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل تعليم يو قام لپاره قوي سرمايه ده۔ ده په دې موقع ځوانان د پاكستان لويه قېمتي اثاثه ګرځولو سره ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره جديد، تخليقي او حل لټونكې سوچ ته وده وركول ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل د پاكستان سباون د ځوانانو صلاحيتونو سره تړلے دے او ننني دا فارغ التحصيل زده كوٶنكي زمونږ لپاره د اميد نوې څېره ده۔ په آخر كښې وفاقي وزير د كامسيټس يونيورسټۍ واه كيمپس د استاذانو٬ انتظاميه او مور پلار ستائنه وكړه چا چې د زده كوونكو په كاميابۍ كښې بشپړ كردار لوبولے دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د سائنس او ټيكنالوجۍ وزارتِ به په پاكستان كښې تحقيقي ماحول ښه كولو او علمي ادارو ته جديد سهولتونه وركولو لپاره كار روان ساتي