اېبټ آباد٬وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د آل پارټيز ايكشن كمېټۍ يو سي سركل بكوټ استازو ملاقات وكړو

ايبټ آباد 19 نومبر (اے پي پي)وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د آل پارټيز ايكشن كمېټۍ يو سي سركل بكوټ پلاوي ملاقات كړے دے ۔وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر انجينئر امير مقام سره د آل پارټيز ايكشن كمېټۍ يو سي سركل بكوټ اېبټ آباد ضلعې او خوا او شا استازو ملاقات وكړو كوم كښې چې پخوانے وفاقي وزير او صوبائي جنرل سېكرټري مسلم ليګ(ن)مرتضٰی جاويد عباسي …

ايبټ آباد 19 نومبر (اے پي پي)وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د آل پارټيز ايكشن كمېټۍ يو سي سركل بكوټ پلاوي ملاقات كړے دے ۔وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر انجينئر امير مقام سره د آل پارټيز ايكشن كمېټۍ يو سي سركل بكوټ اېبټ آباد ضلعې او خوا او شا استازو ملاقات وكړو كوم كښې چې پخوانے وفاقي وزير او صوبائي جنرل سېكرټري مسلم ليګ(ن)مرتضٰی جاويد عباسي هم شريك ؤ ۔پلاوي د خپلې سيمې او د اولسي نوعيت مسئلې وړاندې كړي چې پكښې په خاص توګه كوهاله ساور ګلي تابوئي ايكسپريس وے سړك جوړول او د مري ضلعې په كوهاله سيمه كښې د 100 نه تر 200 كټونو جديد روغتون جوړول شامل وو۔د كمېټۍ غړو وفاقي وزير خبر كړو چې د اولسي غوښتنو حل كښې په پرله پسې تاخير په 29 نومبر د احتجاج هم غږ شوے دے ۔ انجينئر امير مقام د پلاوي غوښتنې جائز ګرځولو سره د مرستې باور وركړو۔پلاوي كښې د صوبائي اسمبلۍ پخوانے غړې سردار فريد احمد خان٬تحصيل جنرل سېكرټري ضيافت عارف ستي٬چيئرمېن جبار او نور مشران هم شامل وو۔انجينئر امير مقام ووئېل د اولس خېرښېګړه او سيمه ايز پرمختګ د مسلم ليګ(ن)په وړومبې ترجيحات كښې شامل دے او حكومت به هره ممكنه هڅه كوي چې د سركل بكوټ او اړوندو سيمو مسئلې زر تر زره حل شي۔