اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي پاكستانۍ ميرمنې د كورنۍ كچې نه اوس په نړيوال ماركيټ كښې د بزنس ليډر په توګه رامخې ته كيږي۔وومن انټرپرينيور شپ ورځې په موقع فيډرېشن آف پاكستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(ايف پي سي سي آئي)كښې د ميرمنو كاروباري لارښودو٬صنعت كارو او ميډيا استازو ته وينا كولو په مهال ده د …
پاكستانۍ ميرمنې په نړيوال ماركيټ كښې د بزنس ليډر په توګه رامخې ته كيږي۔خاص مرستيال هارون اختر خان
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي پاكستانۍ ميرمنې د كورنۍ كچې نه اوس په نړيوال ماركيټ كښې د بزنس ليډر په توګه رامخې ته كيږي۔وومن انټرپرينيور شپ ورځې په موقع فيډرېشن آف پاكستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(ايف پي سي سي آئي)كښې د ميرمنو كاروباري لارښودو٬صنعت كارو او ميډيا استازو ته وينا كولو په مهال ده د هېواد په معيشت كښې د ميرمنو كردار ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔هارون اختر خان ووئيل پاكستانو ميرمنو د موقعو انتظار نه دې كړے بلكې دوي موقعې پخپله پېدا كوي۔۔ده ووئيل نن پاكستانۍ ميرمنې مرسته نه٬منصفانه موقعې غواړي او دا حقيقت به تسليمول وي چې ميرمنې يوازې معيشت كښې شاملې نه دي بلكې دا مخ په وړاندې بوځي۔خاص مرستيال ووئيل حكومت په وړومبي ځل نېشنل ويمن انټرپرينيور شپ پالسي معارفي كوي كومه به چې ميرمنې د معاشي نظام فعاله او پرېكنده برخه وګرځوي۔هارون اختر خان د وزيراعظم قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل موجوده حكومت ميرمنې د معاشي پرمختګ محور ګرځولې دي او هم دا وژن به پاكستان تر هغه مقام ورسوي چرته به چې هره ميرمن خپل صلاحيت او خپل آئيډياز ته د حقيقت شكل وركړي۔










